غزني (پژواک ١٩ وږى ٩٣): د غزني والي وايي چې د دغه ولايت پر امنيتي ادارو وروستى ډله ييز بريد په يوه ګاونډي هېواد کې طرحه او پلان شوى و.
دغه بريد تېره پنجشنبې د غزني د ملي امنيت او د چټګ غبرګون پر قطعې ترسره شو چې په کې د امنيتي سرتېرو په کډون نږدې ٣٠ تنه ووژل شول او لږ تر لږه ٢سوه نور ټپيان شول.
روانه اونۍ ځايي چارواکو اعلان وکړ چې په دغه بريد او چاودنو کې پر مرګ ژوبلې سربېره د ٨١ ميليونه افغانيو په ارزښت مالي زيانونه اوښتي دي.
د غزني والي د وږي په ١٩مه په خبري کنفرانس کې وويل چې دغه بريد له هېواده بهر په يوه ګاونډي هېواد کې پلان شوى دى.
موسى خان اکبرزاده د دې پوښتنې په ځواب کې چې موخه مو کوم هېواد دى؟ وويل: ((ټولو ته روښانه ده چې ګاونډى هېواد دى، نو هر څوک پوهېږي چې کوم هېواد دى.))
والي اوسنۍ جګړه درېيمه نړيواله جګړه وبلله او ويې وويل چې جنګېدونکي يې د بهرنيو نوکران دي.
هغه وويل: ((دوى د بل په خوله له امنيتي ځواکونو سره جګړې کوي، د پردو په خوله خپل هېواد ورانوي؛ نو هيله لرم چې له دغه کاره لاس واخلي او له خپل دولت سره يو ځاى شي.))
د غزني وروستۍ پېښه په تېرو څو کلونو کې بې سارې بلل کېږي.
د رپوټونو پر بنسټ په دغه بريد کې د غزني ولايت د ملي راډيو ټلويزيون د ودانۍ په ګډون ٥٠ دولتي ادارې ويجاړې شوې دي.
له همدې لامله له تېرې پنجشنبي راهيسې د ملي راديو تلويزيون خپرونې بندې دي او تر اوسه يې د بيا فعالېدو کار نه دى پيل شوى.
د غزني د والي په خبره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته يې وړانديز کړى څو ژر تر ژره د ملي راډيو ټلويزيون ودانۍ جوړه او نشرات پيل کړي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رازمحمد تلاش پژواک اژانس ته وويل چې له پنجشنبې تر اوسه د ملي راډيو ټلويزيون نشرات قطع دي.
تلاش وويل چې د نشراتو د بندېدو علت يې د غزني په وروسته پېښه کې د وسايلو او ودانۍ د د ويجاړېدو له امله دي.
وسله والو طالبانو د غزني د پېښې مسووليت اخيستى دى
د دې ډلې وياند د يادې پېښې په ورځ رسنيو ته ويلي وو چې په ډله ييز بريد کې يې په غزني کې لسګونه سرتېري وژلي دي.
مجاهد د ملکي وګړو د تلفاتو په تړاو ويلي وو چې تر بريد مخکې د موټر بم چاودنه زورور وه، ځکه خو په يو شمېر کورونو کې ځايي وګړي د شيشو په واسطه ټپيان شوي دي.
خو چارواکو وويل چې دې زورورې چاودنې پر مرګ ژوبلې سربېره د ميليونونو افغانيو په ارزښت زيانونه اړولي دي.