مزارشريف (پژواک ١٩ وږى ٩٣): د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي ، چې په دغه ولايت کې د دولت د مخالفو وسله والو تمويل د پاکستان او د سيمې د ځينو نورو استخباراتي کړيو له لوري کېږي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالرحمن رحيمي د وږي په ۱۹مه په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل ، چې په بلخ کې يې وسله والو مخالفينو ته د سيمې د نا امنه کولو وخت نه دی ورکړی.
نوموړي په دغه ولايت کې د افغان ځواکونو چاڼيزو عملياتو ته اشاره وکړه ، چې نږدې ۸۶ وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وينا، ياد عمليات چې د چمتال ولسوالۍ د البرز غرونو په لمنو کې دوه ورځې وړاندې ترسره شول ۴۸ وسله وال په کې ووژل شول او ۳۸ ټپيان وو.
همداراز په مړو او زخميانو کې د وسله والو طالبانو په لسګونو لوړپوړي نظامي مسوولين هم شامل دي.
پاسوال رحيمي وويل چې د عملياتو په اوږدو کې د مخالفينو داسې مرکزونه هم ويجاړ شوي، چې د سيمې د استخباراتو په مرسته په کې اورپکي روزل کېدل.
نوموړي زياته کړه ، چې په بلخ ولايت کې هم د وسله والو مخالفينو تمويل پاکستان او د سيمې د ځينو هېوادونو استخبارتي کړۍ کوي.
د هغه په وينا، په شمال کې د ازبکستان د طالبانو اسلامي تحريک هم د وسله والو مخالفينو په تمويل کې غوښنه برخه لري.
د بلخ امنيه قوماندان د خبرو په ترڅ کې د ولسي جرګې د غړي عبدرب الرسول سياف د تېرې ورځې څرګندونو ته په اشارې سره وويل چې ورته څرګندونې د افغان ځواکونو مورال پياوړى کوی، له وطن سره يې په مينه کې د سرښندنې روحيه وده کوي.
نوموړي همداراز په نننۍ خبري ناسته کې په مزارشريف ښار کې د جنايي جرمونو د مخنيوي يادونه هم وکړه.
د هغه په وينا په دې وروستيو کې د وسله والو غلو يو باڼد، چې د بلخ ولايت له بېلابېلو سيمو څخه به يې موټر غلا کول او له پرزه کولو څخه وروسته به يې پلورل هم نيولي دي.