Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زابل مدني فعالانو د پغمان پېښې عاملينو ته د سختې سزا غوښتنه وکړه

کلات (پژواک ١٩ وږى ٩٣): په زابل ولايت کې سلګونو کسانو د يوې احتجاجي غونـډې په ترڅ کې د کابل په پغمان کې ډله ييز جنسي تېرى او وسله واله غلا وغندله او مجرمينو ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

دغه پېښه چې  د زمرى په ٣١مه  د کابل په پغمان کې رامنځته شوې وه، لومړنۍ محکمه د دې پېښې اوو عاملينو ته د اعدام سزا واوروله.

د زابل ولايت سلګونو مدني فعالانو د وږي په ١٩مه د کلات ښار د ميرويس مېنې په پارک کې د يوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې ياده پېښه وغندله او عاملينو ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

د غونډې يوه تنظيموونکي محبوب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پغمان د جنسي تېري پېښه ډېره بده او شرموونکې ده چې له امله يې اوس د هېواد په بېلابېلو سيمو کې له خلکو سره د خپل ژوند د مصونيت په اړه اندېښنې پيدا شوې دي.

هغه زياته کړه چې د زابل ټول ولس او مدنې ټولنې دا پېښه په کلکه غندي او پر دولت يې غږ وکړ چې د دې ډول پېښو په مخنيوي کې دې جدي هلې ځلې وکړي.

د غونډې يوه بل ګډونوال نوراغا نوري تور ولګاوه چې په دولت کې موجود فساد، د قانون نه تطبيق او د ټاکنو جنجالي او نامعلوم برخليک هغه عوامل دي چې مجرمين يې دومره زړور کړي دي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د يوه مدني فعال عبدالناصر جمال له لوري يو پرېکړه ليک ولوستل شو چې په کې د افغانستان له سترې محکمې څخه غوښتنه شوې وه څو د پېښې د عاملينو لپاره د لومړنۍ محکمې پرېکړه ژر تر ژره تاييد کړي.

په پرېکړه ليک کې راغلي چې حکومت هم بايد د عدلي ارګانونو د پرېکړې په تطبيق کې ځنډ ونه کړي او ياد کسان پر خپله سزا ورسوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.