Language

طالبانو د سيمه ييزو پوليسو اوه کورونه سوځولي او ١٢ ملکيان يې يرغمل کړي

اسعد اباد (پژواک، ١٩ وږى ٩٣): د کونړ  ولايت چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو اوه کورونه سوځولي دي.

د  کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېــل د وږي په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار وسله والو طالبانو د مرورې ولسوالۍ د بچي په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې بريد کړی و.

سرچينې زياته کړې، چې په دې بريد کې دوه پوليس ټپيان شوي، خو په ځوابي بريد کې ٩  وسله وال وژل شوي ، ١٢ ټپيان دي او د درېيو جسدونه يې په سيمه کې پاتې شوي.

سيدخېل وايي،چې تر جګړې وروسته وسله والو طالبانو په همدې سيمه کې د سيمه ييزو پوليـــسو اوه کورونه سوځولي دي .

امنيه قوماندان هم وويل، چې وسله والو دوولس تنه قومي مشران دولت سره د همکارۍ  په تور يرغمل کړي دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په مروروه کې يې دوه پوستې له منځه وړي او ٩ پوليس يې وژلي دي.

هغه زياتوي ، چې په جګړه کې  درې طالبان هم وژل شوي دي .

مجاهد ومنله، چې ځينې کسان يې له سيمه ييزو پوليسو سره د همکارۍ په تور نيولي او پلټنې يې ترې پيل کړې دي.

د يوه بل خبر له مخې، تېره شپه پاکستانيو ځواکونو يو ځل بيا پر کونړ ولايت ٤٠ توغندي توغولي دي.

امنيه قوماندان وايي ، چې دا توغندي پر سرکاڼو ، مرورې او دانګام ولسواليو لګېدلي دي، خو مرګ ژوبله يې نه لرله. 

Related Topics