اسعداباد (پژواک ١٩ وږى ٩٣): د کونړ ولايت چارواکي وايي چې د ګډو عملياتو پر مهال د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٣ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ والي شجاع الملـک جلاله خان د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات له تېرې ورځې راهيسې د نرنګ ولسوالۍ د باډېل په دره کې پيل شوي دي.
هغه زياته کړه، عمليات چې تر پرون ماښامه يې دوام وکړ، په ترڅ کې يې اېتلافي ځواکونو بمبار هم کړى، چې له امله يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
والي وويل چې په دغو عملياتو او هوايي بمبار کې ١٠ ملکي وګړي وژل شوي او دولس نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، په عملياتو کې دوه وسله وال هم وژل شوي او په ملکي ټپيانو کې پنځه نارينه، درې ښځې او نور ماشومان شامل دي.
جلاله وايي چې باډېل د نرنګ ولسوالۍ يوه نا امنه سيمه ده، افغان ځواکونه ورته په اسانه تګ راتګ هم نه شي کولى، ځکه له دې سيمې کره ارقام نه شي ترلاسه کېداى.
هغه زياتوي، دا لا نه ده معلومه چې په دغه بمبار او عملياتو کې څو وسله وال وژل شوي دي.
د اسعداباد د مرکزي روغتون رييس ډاکـــټر فاروق سهـــاک پژواک اژانس ته وويل چې له باډېل څخه دوى ته اته ټپيان ور وړل شوي چې درې په کې ښځې دي.
د نوموړي په وينا، يوه تن د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
د مومن خان په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې ياده غرنۍ سيمه ده او بهرنيو ځواکونو د خلکو پر کورونو بمبار کړى دى.
د هغه په وينا، په دغه بمبار کې ١٤ ملکي وګړي وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي، چې ډېرى يې ښځې او ماشومان دي.
وسله والو طالبانو هم ويلي چې د نرنګ په عملياتو کې تر لسو ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې دوى پرون د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې هوايي بريد کې چې په ترڅ کې يې يو وسله وال وژل شوى دى.
ايساف په نورو سيمو کې د عملياتو او ملکي وګړو له مرګ ژوبلې بې خبري وښوده.