جلال اباد (پژواک ٢٠ وږى ٩٣): د ټول هېواد په کچه په لومړي ځل په ننګرهار پوهنتون کې د شرعياتو په برخه کې د دوکتورا زده کړو پروګرام پيل او د ننګرهار پوهنتون لپاره نوى سرپرست رييس په دنده وګمارل شو.
د ننګرهار پوهنتون د عامه اړيکو مسوول فضل علي ناګار د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن په ننګرهار پوهنتون کې د لوړو زده کړو د وزير او يو شمېر نورو چارواکو له لوري په ننګرهار پوهنتون کې د شرعياتو په برخه کې د دوکتورا پروګرام په رسمي شکل پرانيست او هم يې د دغه پوهنتون لپاره سرپرست رييس پوهنوال دوکتور محمد طاير عنايت وپېژنده.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزير پوهاند دوکتور عبيدالله عبيد د غونډې پر مهال وويل، چې د ټول هېواد په کچه لومړى ځل دى، چې په شرعياتو کې د دوکتورا پروګرام پيلېږي.
ده زياته کړه: ((زه ډېر زيات خوشحاله يم او هيله مند يم، چې موږ به نور کدرونه هم پېدا کوو او په نورو برخو کې به د دوکتورا پروګرام شروع کوو، تر څو په اکاډميکو چارو کې لا پرمختګ وکړو.))
د ننګرهار پوهنتون سرپرست رييس پوهنوال دوکتور محمد طاهر عنايت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ټول هېواد کې د ننګرهار پوهنتون هغه لومړى پوهنتون دى، چې د شرعياتو په برخه کې ١٤ کسه دوکتور استادان لري.
نوموړي وويل چې د دوکتورا په پروګرام کې به له ټول هېواده لس تنه هغه استادان چې په شرايطو برابر وي، په لومړي صنف کې ونيول شي او د زده کړو پروسه به يې پيل شي.
ده زياته کړه: ((يواځې شرعيات نه، بلکې د ننګرهار پوهنتون په بېلابېلو برخو کې دوکتور استادان لري، ان شاءالله په شريکه به کار کوو او په ټول هېواد کې به د ننګرهار پوهنتون يوه بېلګه ګرځوو.))
عنايت زياتوي، هڅه به کوي، چې د لوړو تحصيلاتو لپاره يو شمېر استادانو ته د بهرنيو هېوادونو سکالرشيپونه واخلي.
د ده په وينا، که څه هم د ننګرهار پوهنتون ګڼ شمېر استادان ماستري او دوکتورا لري، خو يو شمېر پاتې استادانو لپاره به د ماسترۍ او دوکتورا د زمينې په برابرولو کې هڅې وکړي.
دى وايي: ((زموږ هڅه به دا وي چې د ننګرهار پوهنتون هغه نوم چې په اکاډميکو چارو کې يې پخوا لاره، لوړ کړو، ځکه دا پوهنتون د هېواد له مهمو او لرغونو پوهنتونونو څخه دى.))
ياده دې وي چې دا مهال د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو په دوو څانګو، حقوقو او پښتو ادبياتو کې د ماسترۍ پروګرامونه روان دي، چې لسګونه محصلين په کې زده کړې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP