محمودراقي (پژواک ٢٠ وږى ٩٣): په کاپيسا ولايت کې د رسالت په نوم يوې سيمه ييزې راډيو فعاليت پيل کړى، چې د خپرونو ډېره برخه به يې اسلامي وي.
دغه راډيو د کاپيسا د حصه اول کوهستان ولسوالۍ د باغ شرکت په سيمه کې د شېرخان خېل حقانيه په مدرسه کې فعاله شوې ده.
د دې راډيو مسوول عبدالسلام جواد د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د رسالت راډيو لپاره يې له اطلاعاتو او فرهنګ او مخابراتو وزارتونو جوازنامه اخيستې ده.
هغه زياته کړه چې دا راډيو په ٩٤،٩ اېف اېم خپرونې لري چې د کاپيسا او پروان ولايتونو ترڅنګ د پنجشېر په ځينو سيمو کې به هم اورېدل کېږي.
دى وايي چې د دې راډيو ډېرې خپرونې به ا سلامي وي او خلکو ته به په دې اړه معلومات وړاندې کوي.
جواد وويل، ځينې غږيزې رسنۍ داسې خپرونې لري چې د خلکو فکرونه يې خراب کړي او خپل اغېز يې له لاسه ورکړى دى.
د هغه په وينا، چې د رسالت په نوم ياده راډيو يې د خلکو غوښتنو او اړتياوو ته په پام جوړه کړې څو له دې لارې د هغوى اسلامي پوښتنو ته ځواب وويلى شي.
عبدالسلام جواد دغه راز وويل چې د شېرخان خېل حقانيه له مدرسې د لومړي ځل لپاره د قران کريم اته حافظان فارغ او نن يې د فراغت مراسم ترسره شول.
دى وايي چې مدرسه او راډيو دواړه يې پر خپل شخصي لګښت جوړ کړي، له دولت او ملي سوداګر يې وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.