کندهار ښار (پژواک ٢٠ وږى ٩٣): په کندهار ولايت کې د ځينو امنيتي پېښو له امله درې سرتېري وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ژېړۍ ولسوالۍ د اشغو په سيمه کې د پوليسو پر موټر چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيا دي.
خپلواک دغه راز وويل چې تېره شپه په کندهار ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا يو ملکي وګړى پر ډزو ټپي شوى دى.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې دوى په ښار کې د عبدالله د ټاکنيز ټيم پر يوه غړي ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.
بلخوا د ٢٠٥ تندر قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په ميوند ولسوالۍ کې پر ملي اردو چاودنه شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې په دې چاودنه دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ژوبل دي.