جلال اباد (پژواک ٢١ وږى ٩٣): د هسکې مېنې اوسېدونکي په خپله ولسوالۍ کې د مرستندويو موسسو
مرستو او بيارغنيزو پروژو ته اړتيا ښيي او وايي، له عملياتو وروسته بايد په دې ولسوالۍ کې بيارغنيزې پروژې ترسره شي.
د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د ګډو افغان امنيتي ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات روان دي، چې په تېرو شپږو ورځو کې يې له شلو زياتو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د وږي په ٢٠مه، د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې له قومي مشرانو سره د يوې غونډې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغې ولسوالۍ کې د ترسره شويو عملياتو په ترڅ کې ٢١ وسله وال مخالفين وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د ده په وينا، ياده ولسوالي په بشپړ ډول د وسله والو له شتون څخه پاکه شوې، نو بايد نورې ملکي ادارې په خپلو چارو بوختې او د هسکې مېنې اوسېدونکو ته خپل خدمات وړاندې کړي.
ده زياته کړه، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي، ګڼو پرمختيايي چارو ته اړتيا لري او دوى به هڅه کوي، چې له ولايتي ادارې سره يې شريکې او مرسته ورسره وشي.
قوماندان وويل: ((ما دلته د پوهنې مديريت هم وکوت، چې اوبه يې هم نه لرلې، بايد اړونده ادارې په دغه برخه کې خپلې څانګې غښتلې کړي.))
د هسکې مېنې ولسوالۍ قومي مشر عبدالخالق شينواري د غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امنيتي ځواکونو خو په دې ولسوالۍ کې وسله وال په شا وتمبول، اوس نو نورو مرستندويو ادارو ته په کار ده، چې په يادې ولسوالۍ کې د بيارغونې چارې ترسره کړي.
ده زياته کړه: ((په هرې ولسوالۍ کې د بيارغونې چارې شوي، مګر هسکه مېنه هغه ولسوالۍ ده، چې ولايتي چارواکي يې بېخي نه يادوي.))
دى وايي، حکومت بايد ولسونه له ځانه راضي کړي او که چېرې همدا ډول د مور او مېرې سلوک ورسره روان وي، نو ولسونه به له حکومت سره همکاري ونه کړي.
په غونډه کې د هسکې مېنې ولسوالۍ د ځوانانو په استازۍ شامحمود شينواري له ولايتي ادارې ګيله وکړه، چې هره مرستندويه موسسه چې مرسته کوي، يواځې د ښار ګېرچاپيره څو ولسوالۍ دي، چې مرستې يې هملته جلبېږي.
دى وايي، که چېرې حکومت غواړي د ولسونو همکاري راجلب کړي، نو اړينه ده، چې ولسونو ته د ژوند اسانتيا برابره کړي او که چېرې دا چاره ونه شي، نو لرې نه ده، چې يو ځل بيا به په دې ولسوالۍ کې وسله وال واکمن شي.
ده وويل: ((که هره پروژه راځي، يا بهسود، يا کامې، يا سره رود او يا کومې بله نږدې ولسوالۍ ته منظوريږي، که ننګرهار يواځې همدا څو ولسوالۍ وي، نو سمه ده او که نه وي، نو ولې دې نورو ته پام نه کېږي.))
شينواري له امنيتي ارګانونو څخه هم وغوښتل، چې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې دې امنيت همداسې خوندي وساتي، ځکه ډېرى وخت چې په کومو سيمو کې امنيتي ځواکونه عمليات کوي، له عملياته وروسته وسله وال بيا په سيمه کې حاکم کېږي.
د هسکې مېنې ولسوال حسن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياده ولسوالۍ کې له امنيتي ستونزو سربېره ګڼې نورې ستونزې هم موجودې دي، چې بايد پام ورته وشي.
نوموړى وايي، په يادې ولسوالۍ کې د ګوتو په شمېر د بيارغونې چارې ترسره شوي او که چېرې د ولايتي ادارې نورې ملکي ادارې په دې ولسوالۍ کې خپل مديريتونه قوي او غښتلي کړي، نو په ولسوالۍ کې به د ولسونو همکاري هم را زياته شي.
ده وويل: ((هر رياست چې موجود دى، دلته يو مديريت لري، بايد د دغې ولسوالۍ حق وغواړي، ترڅو مشکل حل شي.))
دى هم له مرستندويو موسسو غواړي، چې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې مرستندويه چارې ترسره کړي او د امنيتي وضعې پوره ډاډ ورکوي.
ياده دې وي، چې هسکه مېنه د ننګرهار يو له هغو ناامنو ولسواليو څخه وه، چې وخت ناوخته په کې وسله والو له امنيتي ځواکونو سره نښتې کولې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP