Language

جګړو او چاودنو کې ١٥ وسله وال او شپږ د اردو سرتېري وژل شوي

اسعداباد (پژواک ٢٢ وږى ٩٣): لسګونو وسله والو طالبانو په  کونړ ولايت کې  پر ١٢ امنيتي پوستو بريدونه کړي ، چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار څلور نيمې بجې  د ماڼوګي او چپې درې ولسواليو پر دوولسو امنيتي پوستو بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه چې وسله وال مخالفين د ملي اردو له ځوابي بريدونو سره مخ شول چې د رامنځته شوې جګړې په ترڅ کې ١٥ وسله وال ووژل شول او ١٧ نور ژوبل شوي دي.

والي وويل چې په دې جګړه کې درې د ملي اردو سرتېري هم وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د جلاله په وينا، په وژل شوو کې د حليمي په نوم د وسله والو يو مشهور قوماندان هم شامل دى.

دى وايي چې په دغو بريدونو کې ٢٥٠ وسله والو مخالفينو برخه اخيستې وه او د اوو تنو جسدونه يې هم په سيمه کې پاتې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې په دې جګړه کې ٩ دولتي سرتېري وژل شوي او ٨ نور ټپيان دي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ماين چاودنو له مله د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي.

Related Topics