کندهار (پژواک ٢٢ وږى ٩٣): د کندهار ولايت د خاکرېز ولسوالۍ د يوې امنيتي پوستې شپږ سيمه ييز پوليس له وسله والو سره يو ځاى شوي دي.
بلخوا افغان او بهرنيو ځانګړو ځواکونو په خاکرېز او شاوليکوټ ولسواليو کې عمليات کړي او ٢٥ وسله وال يې وژلي دي.
يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد پوليس تېره ورځ د خاکرېز ولسوالۍ په اروغ سيمه کې له وسله والو سره يو ځاى شوي.
سرچينه وايي، چې ياد شمېر پوليس له خپلو وسلو سره وسله والو طالبانو ته ورغلي او پوسته يې تشه پرېيښې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پېښه تاييدوي او وايي، لا معلومه نه ده چې دغه شپږ پوليس ولې د وسله والو مخالفينو ليکو ته تللي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د پوليسو يو پلاوى سيمې ته تللى، څو پېښه له نږدې وڅېړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
بلخوا افغان او بهرنيو ځانګړو ځواکونو د پوليسو په ملتيا د کندهار په دوو ولسواليو خاکرېز او شاوليکوټ کې عمليات کړي او ٢٥ وسله وال مخالفين يې وژلي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په خاکرېز ولسوالۍ کې ١١ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، ٥ وسله وال د خاکرېز په چنار سيمه او ٦ نور په زنبورکانو سيمه کې وژل شوي دي.
نوموړي دغه راز وويل چې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ترسره شوو عملياتو په پايله کې ١٤ وسله وال وژل شوي دي.
دى وايي، وسله والو مخالفينو غوښتل د دې ولسوالۍ د خاک شېرين او سياه بند کليو د سيمه ييزو او ملي پوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي، چې افغان او بهرنيو ځانګړو ځواکونو يې پر خلاف عمليات وکړل.
د ده په خبره، په دغو عملياتو کې ١٤ وسله وال وژل شوي او د هغوى درې پيک اپ موټر هم له منځه وړل شوي دي.
نوموړي هغه خبرونه رد کړل چې ګواکې په دغو عملياتو کې ملکي خلک وژل شوي دي.
خپلواک وويل، وژل شوي ټول وسله وال مخالفين دي او په دې برخه کې شواهد او اسناد شته چې له خپلو وسلو سره يو ځاى له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو هم وژل شوي کسان ملکي وګړي ياد کړي دي.