Language

خوست کې ځانمرګى بريدګر موخې ته له رسېدو وړاندې ووژل شو

خوست ښار (پژواک ٢٢ وږى ٩٣): د خوست ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، يو ځانمرګى بريدګر چې د دغه ولايت پر والي او د هغه پر مرستيال يې د بريد نيت درلود، موخې ته له رسېدو وړاندې يې وژلى دى.

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې رامنځته شوې ده.

 د هغه په وينا، ياد ځانمرګي بريدګر هوډ درلود چې د دغه ولايت والي او د هغه مرستيال د ولايت ودانۍ په داخل کې په نښه کړي، خو خپلې موخې ته له رسېدو وړاندې د والي د ساتوونکو له خوا وژل شوى دى.

ځدراڼ زياته کړه، چې په دغه پېښه کې چا ته زيان نه دى اوښتى.

د خوست والي د وياند د معلوماتو له مخې، له ياد تن څخه يوه تومانچه او څلور لاسي بمونه هم تر لاسه شوي دي.

هغه وويل، چې تر اوسه پورې د بريدګر هويت نه دى معلوم، خو په دې اړه او ودانۍ ته د ياد بريدګر د ننوتو په هکله څېړنې روانې دي.

 

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics