Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند د مجرمو ماشومانو د اصلاحي مرکز چارې معياري شوې

د هلمند د مجرمو ماشومانو د اصلاحي مرکز چارې معياري شوې

author avatar
13 Sep 2014 - 15:04
د هلمند د مجرمو ماشومانو د اصلاحي مرکز چارې معياري شوې
author avatar
13 Sep 2014 - 15:04

لښکرګاه (پژواک ۲۲ وږى ۹۳): د هلمند د عدلي چارو رييس وايي چې په دغه ولايت کې د مجرمو ماشومانو د ساتنې د مرکز چارې معيارې شوې دي.

د عدلي چارو رييس حاجي محمد طيب اتل د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نورو ولايتونو په پرتله په هلمند کې د ماشومانو له خوا ترسره کېدونکي جرمونه کم شوي دي.

هغه د دغه کار لامل د دوی او نورو ادارو له خوا په اړوند برخو کې  د عامه پوهاوي پروګرامونو جوړول  د ښوونځيو ډېروالى او نور  کلتوري او ديني دودونه دي.

اتل زياتوي چې اوس مهال د ماشومانو د اصلاح په مرکز کې ۵۷ تنه شتون لري چې شپږ يې ښځينه دي او د هغوی لپاره د زده کړو سربېره د اوسېدو زمينه برابره شوې ده.

د نوموړي په وينا، يادو ماشومانو ته د انګلستان هېواد په مرسته ودانۍ جوړه شوې، روغتيايې خدمات، د زده کړو پروګرامونه، د هغوی د دوسيو څېړل او د مدافع وکيلانو د ګومارلو چارې چمتو دي.

د عدليې رييس وايي چې په ياد مرکز کې د پوهاوي د ښو پروګرامونو له امله تکراري مجرم  ماشومان نه دي ور وستل شوي چې لامل يې هم همدا معياري خدمات وړاندې کول دي.

خو د هغه په وينا، اوس هم ځينې ستونزې شته چې دوى يې د هواري لپاره کار کوي.

نوموړي د ماشومانو له خوا د جرمونو ترسره کولو لامل فقر، بې وزلي، جنګ، بې سوادي او نور ناوړه دودونه په ګوته کړل.

اتل وايي چې همدا اوس دوی د سواد زده کړې، حرفوي زده کړو، د انګلسي ژبې زده کړې او نور پروګرامونه لري چې له امله يې  د ماشومانو په سلوک او کړو وړو کې بدلون رامنځته شوی دی.

په دغه مرکز کې شپـږ نجونې له هلکانو څخه په  يوه جلا خونه کې ساتل کېږي.

د راضيې په نوم يوې نجلې پژواک ته وويل چې د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکې ده او جرم يې له کور څخه تېښته ده.

هغې زياته کړه، چې لومړۍ محکمې پر  درې کاله بند محکوم کړې او تر دې مهاله يې درې مياشتې تېرې کړې دي.

دا وايي چې په اصلاحي مرکز کې ورته د خوب او  خوړو سربېره د زده کړو پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د محمدنبي په نوم يوه ۱۷ کلن ځوان پژواک ته وويل چې په ګرشک ولسوالۍ کې ۱۴ مياشتې وړاندې د طالب په نوم نيول شوی او پر پنځو کلونو بند محکوم شوى دى.

هغه هم په مرکز کې له ښو اسانتياوو يادونه وکړه او ويې ويل چې د ليک لوست زمينه ورته برابره شوې ده.

Views: 1

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.