Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ( پژواک، ٢٢ وږى ٩٣ ) : ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې که يې د ټاکنو کارکوونکو ته زيان ورسېد او يا ګواښ ورته وشو، نو له افغانستان سره به مرستې ودروي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ( يوناما) دغه څرګندونې د وږي په ٢٢مه، په ټولنيزې شبکې ( ټويټر) کې کړې دي.

دوى دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې پرون د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله پلويانو په کابل کې د لاريون پر مهال پر ملګرو ملتونو تور پورې کړ، چې په ټاکنيزو  درغليو يې لاس پورې کړى او ددغې ادارې د مشر يان کوبيش چليپا شوي عکسونه يې هم له ځانه سره لېږدول.

يوناما د ټويټر په پيغامونو کې د پروني لاريون پر مهال د ملګرو ملتونو د ادارې  پر ضد د نېغ په نېغه  څرګندونو باندې ژوره اندېښنه ښودلې ده.

پرون د ډاکټر عبدالله پلويانو چې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته راټول شوي وو، د امريکا، انګلستان او د ملګرو ملتونو د استازي يان کوبيش پر ضد د مرګ شعارونه ورکول.

ملګرو ملتونو ويلي، چې که ددوى پر ضد دا ډول کړنې روانې وې، نو دوى به اړ شي چې خپل فعاليتونه محدود، له افغانستان او ددې هېواد له خلکو سره خپلې مرستې ودروي.

يوناما ويلي : (( پر ملګرو ملتونو ګواښونه او شفاهي بريدونه د منلو وړ نه دي، د ملګرو ملتونو پر وړاندې ګواښونه د ټولې نړيوالې ټولنې پر وړاندې ګواښونه دي. ))

ملګرو ملتونو ويلي ، چې پر دې هم غور کوي چې له شمالي ولايت بلخ څخه خپل مامورين بلې سيمې ته ولېږدوي، خو تر اوسه يې په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

د عبدالله پلويانو په داسې حال کې د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې پر ضد لاريون کړى، چې د همدې ډلې له خوا د نړيوالو څارونکو په شتون کې د رايو د بياشمېرنې او پلټنو غوښتنه شوې وه.

دغه پرېکړه د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په منځګړيتوب د عبدالله په غوښتنه دواړو کانديدانو کړې وه.

خو اوس چې د نړيوالو څارونکو له خوا د رايو د بياشمېرنې او پلټنو پروسه بشپړه شوې ، نو د ډاکټر عبدالله پلويانو ددوى پر ضد هم څرګندونې پيل کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.