کابل (پژواک ٢٢ وږى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي د کرکټ بورډ له مشرتابه پلاوي سره نن په ارګ کې وکتل.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د وږي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې سلاکار وزير او د کرکټ بورد لوى رييس شهزاده مسعود، ولسمشر کرزي ته د “۵۰ اوريز نړيوال جام” سياليو ته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لارې موندنې او د دغه جام په اړه، چې له ځان سره يې راوړى و، معلومات ورکړل.
د کرکټ د ٢٠١٥ کال نړيوال جام نن (د وږي ٢٢مه) تر غرمې وروسته په يوه بجه د کابل هوايي ډګر ته راوړل شو.
شهزاده مسعود ويلي، هغه هېوادونه چې د ۵۰ اوريز نړيوال جام سياليو ته لاره پيدا کوي، دغه جام يې لوبډلې ته استول کېږي، چې په خپل هېواد کې يې د څو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي.
ده زياته کړې، د افغانستان په تاريخ کې دا لومړى ځل دى، چې دغه جام دلته راوړل کېږي.
هغه څرګنده کړې، د افغانستان په ګډون د نړۍ ۱۴ هېوادونو د دغه جام په سياليو کې د ګډون چانس ترلاسه کړى، چې د ۲۰۱۵زېږديز کال د فبرورۍ په مياشت کې به د دغه جام سيالۍ د نوي زيلاند او استراليا په هېوادونو کې پيل شي او افغانستان به د فبرورۍ د مياشتې په ۱۸مه، خپله لومړنۍ لوبه د بنګله دېش د کرکټ له ملي لوبډلې سره پيل کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر حامد کرزي ۵۰ اوريز نړيوال جام ته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لارې موندنې له امله خوښي څرګنده کړ.
نوموړي د کرکټ بورډ مشرتابه پلاوي ته ويلي: “دا ستاسو د زيار نتيجه ده، چې نن افغانستان د لومړي ځل لپاره ۵۰ اوريز نړيوال جام ته لاره پيدا کړه، هڅه وکړئ، چې د دغه جام ګټونکي هم شيء.”
د خبرپاڼې په حواله، همداراز د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتابه پلاوي په تېرو ۱۲ کلونو کې د ملي يووالي، سولې، هوساينې او په ملي او نړيواله کچه د افغانستان د پرمختيا لپاره د ولسمشر کرزي نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستايلې او د کرکټ له بهير څخه د مشفقانه ملاتړ، هڅونې او له ملي لوبغاړو سره يې د هغه د همېشنيو مرستو له امله مننه وکړه.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې سلاکار وزير او د کرکټ بورد لوى رييس شهزاده مسعود، ولسمشر حامد کرزي ته د هغه د غوره خدمتونو له امله د کرکټ بورډ د ادارې د مننې او قدردانۍ لوحه ورکړله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP