مزارشريف ( پژواک، ٢٣ وږى ٩٣ ) : د بلخ د ولايتي شورا رييس وايي، چې ددغه ولايت په ډېری دولتي ادارو کې فساد او رشوت اخيستل عامه خبره ده.
نوموړي دغه څرګندونې د وږي په ۲۳مه، په مزارشريف ښار کې د عامه حقوقي پوهاوي په اړه د جوړې شوې غونډې په څنډه کې رسنيو ته وکړې.
د بلخ ولايت د عدليې رياست له خوا د دولتي او غير دولتي هغو ادارو تر منځ چې د عامه حقوقي پوهاوي مسووليت لري، د همغږۍ رامنځ ته کولو په موخه يو ورځنۍ غونډه وشوه، چې په کې د دولتي ادارو د مسوولينو تر څنګ، ديني عالمانو او د مدني ټولنو غړو برخه اخيستې وه.
د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد د يادې غونډې په څنډه کې رسنيو ته وويل، چې په تېرو لسو کلونو کې دولت په مساوي توګه د قانون په پلی کېدو کې پاتې راغلی دی.
نوموړي زياته کړه، چې په افغانستان کې ډېری وخت لوړپوړو دولتي چارواکو قانون تر پښو لاندې کړی دی.
هغه د بلخ په اړه وويل: ((زه يواځې عدلي او قضايي ارګانونه نه ملامتوم د بلخ ولايت په ډېری ادارو کې فساد او رشوت اخيستل عامه خبره ده، زه د دې خبرې پخلی کوم او هېڅوک لمر په دوه ګوتو نه شي پټولی.))
د نوموړي په وينا، په ټولنه کې په سمه توګه د قانون د پلی کېدو په موخه د عامو خلکو پوهاوي ته خورا اړتيا ده.
حديد وويل، چې په افغانستان کې لا هم يوه وړه برخه خلک له قوانينو سره يو څه اشنايي لري، عامو خلکو ته د قانون د پوهاوي په برخه کې د لا کار اړتيا ليدل کېږي.
د بلخ ولايت د عدليې رييس سيد محمد جعفر مصباح پژواک اژانس ته وويل، چې سربېره پر دې، چې له دولتي او غير دولتي ادارو سره يې د حقوقي عامه پوهاوي په برخه کې خورا کار کړی دی؛ خو بيا يې هم هڅې د نشت برابر دي.
نوموړي زياته کړه، چې بايد عام خلک د بېلابېلو قوانينو په اړه معلومات ولري، چې له دولتي ارګانونو سره يو ځای حرکت وکړای شي.
د هغه په وينا، په بلخ ولايت کې نږدې په ټولو حقوقي مسايلو کې قانون نه مراعت کېږي.
مصباح وويل، چې په بېلابېلو اړخونو کې د زور زياتي مسايل، کورني مسايل، د ملکيتونو غصب، د مجازاتو او اداري فساد مسايل زيات شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په بلخ ولايت کې د ملکيتونو غصب او ورپسې په کورنيو کې د زور زياتي اړوند مسايل خورا زيات شوي دي.
مصباح وويل، چې په بلخ ولايت کې له سل زره جريبه څخه ډېر ملکيتونه غصب شوي او د کورنيو اړوند د زور زياتي مسايل سل سلنه زيات شوي دي.
نوموړي زياته کړه: ((زه د بلخ د عدليې رياست د رييس په توګه په دې شک نه لرم، چې په بلخ کې هم ځينې خلک قانون ماتوي او دولتي ملکيتونه غصبوي.))
هغه دغه خلک مشخص نه کړل؛ خو ويې ويل، هغه خلک، چې امکانات لري او موقف لري، د ملکيتونه په غصب تورن دي.
دده په وينا، دغه ټولې ستونزې په لومړي سر کې د قانون د نه پوهاوي او په دويم پړاو کې د قانون د نه حاکميت له امله رامنځ ته شوې دي.
مصباح وويل، چې د قانون د نه پوهاوي تر څنګ اقتصادي ستونزې او په نسبي توګه شته ناامني د قانون د حاکميت پر مخ ستر خنډونه دي.