Language

د هلمند خلکو د ټاکنو د پايلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه

لښکرګاه (پژواک ۲۳ وږى ۹۳): د هلمند يو شمېر خلکو د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د ټاکنو پايلې اعلان کړي.

په همدې اړه تېر مازديګر په لښکرګاه کې د افغان ملت ګوند له لوري غونډه رابلل شوې وه، چې د ياد ګوند پر غړو سربېره په کې ګڼو قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو هم برخه اخيستې وه.

د غونډې ګډونوالو د ټاکنو له کمېسيونونو، ملګرو ملتونو او اړوند ارګانونو غوښتنه وکړه چې د کانديدانو تر منځ ستونزې هوارې او د ټاکنو پايلې ژر اعلان کړي.

د افغان ملت ګوند يوه غړي اميدالله زهير وويل چې افغانانو په سختو حالاتو کې رايه ورکړه خو ځينو کړيو د پرديو په لمسون او واک د نيولو لپاره دغه پروسه له ستونزو سره مخ کړه.

زهير وويل: ((له دغو حالاتو ګاونډيو هېوادونو او وسله والو ګټه پورته کړه. امنيت خراب شوى، سوداګريز کارونه په ټپه ولاړ دي او ډېرې نورې ستونزې رامنځته شوې دي.))

د مدني ټولنې غړي نظرمحمد حبيبي وويل چې افغانان د ټاکنو د پايلو د اعلان په تمه دي او هيله لري څو د ټاکنو خپلواک کمېسيون د افغانستان منتخب ولسمشر اعلان کړي.

حبيبي وويل: ((د دواړو کانديدانو په ډلو کې ځيني داسې کسان شته چې د ملي ګټو په پرتله خپلو شخصي ګټو ته لومړيتوب ورکوي. امنيت خراب دى، کارونه نشته خو پايلې نه اعلانېږي ))

د شمس الله نصرت په نوم د غونډې يوه ګډون وال وويل چې که چېرې کانديدان د ملي ګټو پر خلاف پرېکړې او جوجاړ‌ى وکړي؛ دوى ته به د منلو نه وي.

هغه وويل: ((نور بې تفاوته نه پاتې کېږو، د ټاکنو کمېسيون دې خپله خپلواکي ثابته کړي، ولسمشر دې اعلان کړي او ولسونه به يې ملاټر وکړي خو جوړجاړى نه منو.))

قومي مشر حاجي محمد عيسي وويل چې اوسنۍ ستونزې د پرديو د جاسوسانو له لوري رامنځته شوې، هغو‌ى د خپل هېواد تر ګټو د ګاونډيو هېوادونو ګټو ته ډېر ژمن دي.

ده وويل: ((هغه کړۍ چې پرديو ته کار کوي دا فکر دې نه کوي چې ولسونه چوپه خوله دي، که مو مبارزه پيل کړه بيا به ورته ډېرې ستونزې جوړې شي.))

ياده دې وي چې تر دې مخکې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ورته غونډو پر مهال د ټاکنو له کمېسيونه غوښتنه شوې چې ژر تر ژره دې د ټاکنو پايلې اعلان کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.