غزني (پژواک ۲۳ وږی ۹۳): چارواکي وايي چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي، شپږ سيمه ييز پوليس او پنځه وسله وال ټپيان دي.
د ياد ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ د ګرګاو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي وو.
قوماندان وايي چې د وسله والو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ نږدې يو ساعت جګړه شوې او په کې لس وسله وال وژل شوي دي.
امنيه قوماندان وايي چې په دې نښته کې ځايي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک اژانس ته وويل چې په دې نښته کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي، شپږ سيمه ييز پوليس او پنځه وسله وال ټپيان دي.
د والي وياند وايي، په دغو نښتو کې د محمدعمر په نوم يو طالب قوماندان هم وژل شوى دى.
د سيمې يوه اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل چې تېره شپه ناوخته د ګرګاو پر پوسته وسله والو طالبانو بريد کړى و.
هغه وايي چې جګړې تر ډېره دوام درلود، له سپکو او درنو وسلو په کې کار اخيستل کېده خو د هغه په وينا په ځوابي ډزو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دى وايي چې تر پېښې وروسته يې وسله وال طالبان وليدل چې د خپلو دريو طالبانو مړي يې انتقالول.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا پژواک ته وويل چې د قره باغ په ولسوالۍ کې يې له پوليسو سره د جګړې په ترڅ کې ٣ پوليس وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.
مجاهد وايي چې په دې جګړه کې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.