Language

لښکرګاه (پژواک ۲۳ وږى ۹۳): چارواکي وايي چې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې يو ځانمرګى بريدګر موخې تر رسېدو مخکې د پوليسو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار فريداحمد عبيد پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن يوه نيمه بجه يوه ځانمرګي غوښتل چې د يادې ولسوالۍ د پوليسو کمپ ته ننوځي خو پوليسو تر پېژندلو مخکې پرې ډزې وکړې او په ځوابي ډزو کې يو پوليس هم ټپي شوى دى.

نوموړي وويل چې د ځانمرګي واسکټ نه دى چاودېدلى.

د مارجې ولسوالۍ د ټولنيزي شورا غړي اخترمحمد نيازي پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې يوازې ځانمرګى بريدګر وژل شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.