جلال اباد ، ميدانښار ( پژواک، ٢٤ وږى ٩٣ ) په ننګرهار او ميدان وردګو ولايتونو کې د اوو پاکستانيانو په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د وږي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د شېرزادو پر ولسوالۍ يو شمېر وسله والو د سپکو او درنو وسلو بريدونه کړي وو.
نوموړى وايي چې يادې نښتې څو ساعته دوام وکړ، چې په ترڅ کې يې اوه پاکستاني وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه ، چې د ټپيانو شمېر ښايي له لسو زيات وي، خو په نښته کې ملکي وګړو او پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
همداراز د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي وايي، چې د لغمان ولايت مرکز او يو شمېر نورو سيمو کې يې د خيبر ١٦ په نوم ځانګړي چاڼيز او جګړه ييز عمليات پيل کړي.
نوموړى وايي ، عمليات لا هم دوام لري چې په ترڅ کې يې يو شمېر مشکوک اشخاص او وسلې نيول شوي او ګڼ شمېر کلي يې تصفيه کړي دي.
دى زياتوي چې عمليات به تر هغې جريان ولري، تر څو شاوخوا سيمې د وسله والو له شتون څخه پاکې کړي.
د يوه بل خبر له مخې، په ميدان وردګو ولايت کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې درې د ملي اردو سرتېرو، يو ملکي وګړي او د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک ته وويل ، چې دغه مرګ ژوبله په چک،جغتو،سيداباد او دايميرداد ولسواليو کې رامنځته شوې ده .
نوموړی زياته کړه، چې د چک ولسوالۍ په دوران خېلو او لنګرخېلو سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو يو قوماندان حزب الله چې مشهور په دادل دی ، وژل شوی او د يو بل قوماندان په ګډون څلور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
د والي د وياند په وينا، د دغې نښتې په ترڅ کې د ملي اردو يو سرتېری هم وژل شوی او د يوه ملکي وګړي په ګډون درې نور سرتېري ټپيان شوي دي .
خوږياڼی وايي ، چې د جغتو په اخترخېلو،د سيداباد په مشنګ قلعه او د دايميرداد ولسوالۍ په احمدخېلو سيمو کې امنيتي ځواکونو عمليات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP