Language

غزني کې د ٣٠ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وشوه

غزني ښار ( پژواک ۲۴ وږى ۹۳): چارواکي وايي، چې د غزني په ده يک او اندړو ولسواليو کې د پيل شوو عملياتو پر مهال ٣٠ وسله وال طالبان او د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي دي.

د ″ذوالفقار″ په نامه د ملي اردو دا عمليات شپږ ورځې مخکې پيل شوي ، چې د چارواکو په وينا، تراوسه په يو شمېر سيمو کې دوام لري.

د۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمي لوا وياند نظيف الله سلطاني پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې عملياتو کې د پنځه طالب قوماندانانو په ګډون ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي.

سلطاني وايي ، چې د يادو عملياتو پر مهال د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي، ٤٠ تنه وسله وال او دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

ده د يادو ولسواليو د هغو سيمو نومونه ياد نه کړل ، چې دا عمليات په کې پيل شوي دي.

دغه راز د غزني د ده يک ولسوالۍ د ″جن اباد″ د سيمې اوسېدونکي عبدالرازق پژواک ته د ټېلېفون پر ليکه وويل، چې په سيمه کې يې پوځي عمليات روان دي.

هغه وايي، چې نن سهار يې په کلي کې د هوان د لګېدو له امله د يوې کورنۍ دوه ميرمنې وژل شوي او څو تنه نور يې ټپيان دي.

د ه وويل: (( لارې بندې دي په کلي کې طالبان  او د ملي اردو د سرتېرو تر منځ سختې نښتې روانې دي؛ خو ټول مشکل موږ ته جوړ دى ،نه له کوره وتلاى شوو او نه په کور کې خوندي يو.))

د اندړو ولسوالۍ د″برينځو″ د سيمې اوسېدونکي روح الله پژواک ته وويل، چې له څو ورځو راهيسې يې په سيمه کې جګړې روانې دي.

هغه وايي، چې د ځوابي  ډزو له امله د سيمې ځايي خلک په وېره کې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د يوې اعلاميه په خپرولو سره په غزني کې د طالبانو د وژل کېدو خبر رد کړى او هغه يې د دوى پر وړاندې پروپاګنډه کڼلې ده.

مجاهد ادعا کړې، چې په دې ولسواليو کې طالبان مرګ  ژوبله نه لري، خو د ده يک ولسوالۍ د جن اباد  په سيمه کې د ملي اردو د هوان په يوه بريد کې اته ملکي وګړي ټپيان شوي.

ولايتي چارواکو دا ادعا رد کړې ده.