Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هسکه مېنه کې د سيمه ييزو پوليسو د فعالېدو غوښتنه وشوه

جلال اباد ( پژواک، ٢٤ وږى ٩٣ ) : د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي او چارواکي په دغه ولسوالۍ کې له چاڼيزو او جګړه ييزو عملياتو وروسته د سيمه ييزو پوليسو د فعالېدو غوښتنه کوي.

دوى وايي چې د هسکې مېنې ولسوالي د ننګرهار له ناامنه ولسواليو څخه وه، خو په دې وروستيو کې افغان ګډو ځواکونو ځانګړي عمليات په کې ترسره کړل او يو شمېر سيمې يې له وسله والو پاکې کړې.

دوى اوس غوښتنه کوي چې تر عملياتو وروسته په سيمه کې دامنيت په موخه بايد په دې ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس فعاله شي، تر څو رامنځته شوى امنيت خوندي وساتي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ قومي مشر غلام سخي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له شاو خوا اتو مياشتو راهيسې يې د هسکې مېنې ولسوالۍ لپاره د سيمه ييزو پوليسو غوښتنه کړې، خو تر اوسه امنيتي ارګانونو ورته کوم ډاډ نه دى ورکړى.

دى وايي چې په ولسوالۍ کې يې همدا وخت د سيمه ييزو پوليسو د فعالېدو لپاره ډېرښه دى، ځکه وسله وال په شا تمبېدلي او که چېرې سيمه ييز پوليس فعال  شي، نو وسله والو ته به اجازه ورنه کړي، چې خپل فعاليت ترسره کړي.

هغه زياته کړه : ((سيمه ييز پوليس د دغې سيمې يوه ستره اړتيا ده، موږ غواړو چې زموږ سيمه دې په امن کې شي نو بايد سيمه ييز پوليس راکړل شي.))

د غلام سخي په وينا، دوى ګڼ شمېر ځوانان دې ته تيار کړي ، چې په سيمه ييزو پوليسو کې دندې تر سره کړي او د خپلې سيمې امنيت خوندي وساتي.

د يادې ولسوالۍ يو بل قومي مشر عبدالخالق شينوارى هم ورته وينا لري او وايي چې سيمه ييز پوليس به د دوى د ولسوالۍ امنيتي ستونزې حل کړي.

نوموړي وويل: (( په عملياتو سره اوس ناامني له منځه تللې او موږ نور نه غواړو چې وسله وال دې بيا خپل شوم فعاليتونه ترسره کړي.))

دى د ننګرهار پر امنيه قوماندانۍ او کورنيو چارو وزارت غږ کوي، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په منظورولو کې دې بېړه وکړي، تر څو د ولسوالۍ امنيت بيا خراب نه شي.

د يادې ولسوالۍ يو ښوونکى محمد عمر هم له پژواک سره په خبرو کې د سيمه ييزو پوليسو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې سيمه ييزو پوليسو په يو شمېر نورو ولسواليو کې ښه نتيجه ورکړې، نو په کار ده چې د هسکې مېنې لپاره هم منظور شي.

ده زياته کړه : (( که چېرې سيمه ييز پوليس راشي، دلته به معارف هم پرمختګ وکړي، د بيارغونې نورې پروژې به هم ترسره شي.))

د هسکې مېنې ولسوال حاجي محمد حسن پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په ځلونه ځلونه ولسونو له دوى څخه د سيمه ييزو پوليسو غوښتنه کړې او دوى هم ياده غوښتنه له ولايت سره شريکه کړې ده.

دى وايي، سيمه ييز پوليس کولى شي چې د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسنى لاسته راغلى امنيت وساتي او وسله والو ته اجازه ورنه کړي، چې خپل فعاليت ترسره کړي.

هغه زياته کړه : (( دا ډېره مهمه ولسوالي ده که چېرې هسکه مېنه په امن کې شي، نو په يو شمېر نورو ولسواليو کې به امنيت راښه شي.))

نوموړى وايي ، چې يو شمېر چارواکو ورسره د سيمه ييزو پوليسو د منظورېدو ژمنې کړي او ډېر ژر به د يادې ولسوالۍ لپاره سيمه ييز پوليس منظور شي.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کورنيو چارو وزارت ورسره د هسکې مېنې ولسوالۍ لپاره د ٢٠٠ سيمه ييزو پوليسو د منظورېدو ژمنه کړې ده.

نوموړى وايي، چې ډېر ژر به په يادې ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس فعاله کړي او په فعالېدو سره به يې په ټوله ولسوالۍ کې امنيت  ټينګ  شي.

شېرزاد وويل: (( لکه څرنګه چې په نورو ولسواليو کې امنيت خوندي شو، دلته به هم د سيمه ييزو پوليسو په فعالېدو سره خوندي شي.))

د ده په وينا، چې په يو شمېر نورو ولسواليو کې هم د سيمه ييزو پوليسو د فعالېدو هوډ لري او په نږدې وخت کې به يې فعاله کړي.

ياده دې وي ، چې هسکه مېنه د ننګرهار يو له هغه سرحدي ولسواليو څخه ده ، چې له امنيتي ځواکونو سره په کې په بېلابېلو وختونو کې د وسله والو نښتې رامنځته کيږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.