جلال اباد ( پژواک، ۲۴ وږی ۹۳ ) د ننګرهار ولایت په سرحدي ښارګوټي تورخم کې تر پرله پسې چاودنو او ځانمرګي بریده وروستو په لسګونو اکمالاتي موټرو کې اور لګیدلی دی.
په ختیځ کې د ۳۰۱ سرحدي زون رییس ارکان سمونوال محمد ایوب حسین خېل د وږي په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا چاودنې نن ماخوستن شاوخوا اته بجې شوې دي.
هغه زیاته کړه، چې په تورخم کې د اکمالاتي موټرو په تم ځای کې په ولاړو پنځو موټرو کې د مقناطیسي بمونو چاودنې شوې دي.
حسین خیل وويل چې تر چاودنو وروسته یوه ځانمرګي بریدکوونکي غوښتل چې د سرحدي پولیسو پوستې ته ننوځي، خو د پولیسو لخوا تر ویشتل کیدو وروسته یې واسکټ وچادید.
هغه وایي چې ددې چاودنو له امله تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور نه لري، خو د چاودنو له امله په لسګونو د ټیلو ټانکرو او کانټینرونو کې اور لګیدلی دی.
د سید محمد په نامه په تورخم کې یو تن دوکاندار پژواک اژانس ته وویل چې ماخوستن ناوخته ناڅاپه چاودنې وشوې.
دی وایي چې تر چاودنو وروسته په ګڼ شمیر موټرو کې اور لګیدلی او د اور لوخړې د اسمان په لوري پورته کیږي.
وسلوالو طالبانو ددې پيښې مسوولیت په غاړه اخیستی دی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې په تورخم کې یې ډله ییز برید کړی دی او ګڼ شمیر د ناټو اکمالاتي موټر یې سوځولي او یو شمیر سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم په تورخم کې د چاودنو له امله ګڼ شمیر اکمالاتي موټر سوځیدلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP