Language

په زابل کې د دوه ماشومانو په ګډون اته تنه ووژل شول

 کلات (پژواک ٢٤ وږى ٩٣): د زابل ولايت په بېلابېلو پېښو کې دوه ماشومان او د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو شپږ تنه وژل شوي دي.

د زابل د شاه جوى ولسوالۍ امنيه قوماندان شاه زمين ساپي پژواک ته وويل، چې نن غرمه د دې ولسوالۍ د لالي کلي په سيمه کې د ملي اردو د سرتېرو او مخالفينو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه، چې دوه سرتېري په کې ووژل شول.

هغه زياته کړه، په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

نوموړى همداراز وايي، د دې ولسوالۍ د ګاچوى په سيمه کې هم نن سهار د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

له بلې خوا د ياد ولايت د شاه جوى ولسوالۍ د شوبار اوسېدونکي وايي، چې نن سهار د ماين په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته د دې چاودنې د پخلي ترڅنګ وويل، چې په دې پېښه کې د دوو ماشومانو ترڅنګ دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه رسنيو ته تراوسه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.