لښکرګاه( پژواک ۲۴ وږى ۹۳): د هلمند چارواکي وايي، چې د سنګين ولسوالۍ هغه امنيتي پوستې يې بېرته نېولي، چې تېره ورځ يې وسله والو طالبانو ته پرېښې وې.
د۲۱۵ ميوند قول اردو مرستيال جنرال غلام فاروق پرواني پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه يې د عملياتو پر مهال د ولسوالۍ مقام ته څېرمه دا پوستې بېرته ونيولې.
د وږي په ٢٣مه ولايتي چارواکو او د سنګين اوسېدونکو وويل، چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ مقام ته نږدې پوستې ولکه کړي او بازار ته يې ننوتي دي.
ځايي اوسېدونکو ويلي و، چې طالبان د سنګين بازار ته رسېدلي، څو پوستې يې نيولي او پر ولسوالۍ يې بريدونه پيل کړي، خو چارواکو ويلي و، چې پوستې دوى ورخوشې کړې دي.
د ميوند قول اردو مرستيال وايي ، چې اوس جګړه د ولسوالۍ له مرکز لرې روانه ده او په سيمه کې لا هم د وسله والو په لټه پوځي عمليات دوام لري.
فاروق پرواني وويل،د سنګين له جګړې سره سم يې په موسى کلا کې هم پوځي عمليات پيل کړي ، چې ډېرې سيمې په کې د وسله والو له نفوذه پاکې شوې دي.
دغه راز د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار فريداحمدعبيد پژواک ته وويل، چې تېره شپه د امنيه قوماندان په ګډون ګڼ شمېر پوليس سنګين ته د عملياتو لپاره ورغلي دي.
د ده په وينا، چې اوس د سنګين له ولسوالۍ سره نږدې نښتې نشته، خو په لرو پرتو سيمو کې نښتې روانې دي.
د سنګين ولسوال سليمان شاه وايي، چې د دې ولسوالۍ ټول امنيتي سرتېري بايد عوض شي ، ځکه د يادې ولسوالۍ امنيتي پرسونل ستړى او تر رواني فشار لاندې دى.
دى وايي:((سنګين کې د پاکستانيانو او وزيرستانيانو شتون عادي خبره ده،هلته داسې مسلکي کسان لېدل شوي ، چې طالبانو ته روزنه ورکوي او د هغوى په پلان جګړه پر مخ وړي.))
ولسوال زياته کړه چې دوى په سنګين کې د هوايي ځواک مرستې ته اړتيا لري، ځکه په دې ولسوالۍ کې ګڼ شمېر وسله وال مېشت دي چې ډېر يې بهرنيان دي.
ولسوال وويل،تېره ورځ دې ولسوالۍ ته تازه دمي سرتېري ورسېدلي او په ډېرو سيمو کې يې وسله وال په شاه تمبولي دي.
چارواکو تراوسه په دې تازه جګړو کې د ملکي او ښکېلو غاړو د تلفاتو په تړاو څه نه دي ويلي ، خو تېره ورځ د هلمند د والي وياند ويلي و، چې تر دې مهاله درې پوليس وژل شوي، څلور ټپيان دي او شپږو ملکي وګړو ته هم مرګ ژبله اوښتې ده.
د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکي ولي محمد پژواک ته وويل ، چې له څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې نښتې ډېرې شوي او ډېرى ځايي خلک نورو سيمو ته ګډه شوي دي.
هغه وويل، چې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري، خو ښايي چې په ځوابي ډزو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.
طالبانو د دې تازه جګړو په اړه څه نه دي ويلي، خو تېره ورځ طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي ، چې په سنګين کې يې د پوليسو څو پوستې نيولي او ګڼو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د يادولو ده، چې په سنګين کې کابو دوه مياشتې مخکې جګړه پيل شوه او لا هم دوام لري.
څه موده مخکې ځايي چارواکو د جګړې د پاى ته رسېدو اعلان وکړ،خو له تېرو څو ورځو راهيسې يو ځل بيا په دې ولسوالۍ کې جګړو او بريدونو زور اخيستى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP