Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دکوه صافي لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال له ٩ ملګرو سره ووژل شو

چاريکار(پژواک ٢٥ وږى ٩٣): ځايي چارواکي وايي، د پروان دکوه صافي ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال او د هغه ٩ ملګري وژل شوي دي.

د کوه صافي ولسوال سيف الله بيدار، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان تېره شپه د دې ولسوالۍ په “پچه خاک” سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په وژل شويو کسانو کې کوه صافي ته د طالبانو نومول شوى ولسوال روح الله او د طالبانو دوه قوماندانان ( ذبيح الله او ضياالدين ) شامل دي.

بيدار وايي، چې په بريد کې درې طالبان ټپيان شوي هم دي.

د هغه په وينا، يادو کسانو د دولتي ځواکونو پر ضد د عملياتو پلان درلود، چې په ياده سيمه کې د غره په لمن کې تر بريد لاندې راغلل.

د کوه صافي د مرکز اوسېدونکي عبدالوکيل پژواک ته وويل،دى هم خبر شوى چې په بريد کې د طالبانو له خوا نومول شوى ولسوال روح الله او د هغه څو ملګري وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.