Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تورخم د بريد په تور دوه  پاکستانيان ونيول شول

جلال اباد (پژواک ٢٥ وږى ٩٣): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې  په تورخم کې د ټانکرونو پر تمځاى د بريد په تور يې دوه پنجابيان نيولي دي.

په ختيځ کې د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسن خېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په تورخم کې د تېلو د ټانکرونو پر تمځاى کې چاودنې وشوې په کې تر شلو ډېر ټانکر سوځېدلي دي.

دى وايي چې له چاودنو وروسته يوه ځانمرګي بريدګر غوښتل د سرحدي پوليسو پر پوستې بريد وکړي خو مخکې له دې چې موخې ته ورسېږي پوليسو پرې ډزې کړې او واسکټ يې چاودنه کړې ده.

نوموړى وايي په ياده پېښه کې دوه عام وګړي چې ويل کېږي د موټرو چلوونکي وو هم ټپيان شوي دي او پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

ده زياته کړه: ((دوه پنجابي اتباع د پېښې په سيمه کې نيول شوي او داسې نښې نښانې شته چې په ياده پېښه کې دوى دواړو لاس درلود؛ خو زموږ څېړنې روانې دي.))

بلخوا د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى هم تاييدوي چې د پېښې په تړاو دوه تنه شکمن نيول شوي او داسې ويل کېږي چې په پېښه کې يې  لاس درلود.

دى وايي، څېړنې روانې دي او وروسته به په ډاګه شي چې دغه کسان د څه لپاره د پېښې په سيمه کې وو.

وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستی دی.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په تورخم کې  د ډله ييز بريد او چاودنو په ترڅ کې ګڼو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه ادعا وکړه چې په دغه بريد او چاودنو کې ١٩٧ بېلابېل ډول اکمالاتي موټر سوځول شوي دي.

دغه لومړى ځل نه دى چې په تورخم کې بريد کېږي، تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې چې د چارواکو په وينا د مرګ ژوبلو تر څنګ  په کې د تېلو ټانکرونه او پوځي موټر سوځېدلي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.