Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تورخم په پېښه کې د تېلو ٢٢ ټانکر سوځېدلي

جلال اباد (پژواک ٢٥ وږی ۹۳): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د تورخم په پرله پسې چاودنو او ځانمرګي بريد کې د تېلو ٢٢ ټانکر بشپړ سوځېدلي او يو شمېر نور زيانمن شوي دي.

په ختيځ کې  د ۳۰۱ سرحدي زون رييس ارکان  سمونوال محمدايوب حسين خېل د وږي په ٢٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنې تېر ماخوستن  څه باندې اته بجې وشوې.

هغه زياته کړه چې په تورخم کې د اکمالاتي موټرو په شخصي  تم ځای کې په ولاړو پنځو موټرو کې د چسپکي بمونو چاودنې شوې دي.

حسين خېل وويل چې تر چاودنو وروسته يوه بريدکوونکي غوښتل د سرحدي پوليسو پوستې ته ننوځي، خو د پوليسو له خوا تر ويشتلو وروسته يې واسکټ چاونه کړې ده.

هغه وايي چې د دغو چاودنو له امله دوه ملکي وګړي ټپيان شوي او د تېلو ١٥ ټانکر سوځېدلي دي.

خو د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې د  تېلو ٢٢ ټانکر سوځېدلي او يو ځيني نور زيانمن شوي دي.

د نوموړي په وينا، سيمې ته پر وخت اطفائيه ورسېده او د ډېر زيان له اوښتو يې مخه ونيوه.

د سيدمحمد په نوم په تورخم کې يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل چې ماخوستن ناوخته ناڅاپه چاودنې وشوې.

دی وايي چې تر چاودنو وروسته په ګڼ شمېر موټرو کې اور ولګېد او د اور لوخړې د اسمان په لور پورته کېدې.

وسله والو طالبانو د دې پيښې مسووليت پر غاړه اخيستی دی.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په تورخم کې  د ډله ييز بريد او چاودنو په ترڅ کې ګڼ شمېر دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه ادعا وکړه چې په دغه بريد او چاودنو کې ١٩٧ بېلا بېل ډول اکمالاتي موټر سوځول شوي دي.

د يادونې ده چې تر دې مخکې هم په تورخم کې د چاودنو له امله ګڼ اکمالاتي موټر سوځېدلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.