مزارشريف (پژواک ٢٥ وږى ٩٣): د بلخ ولايت معلولينو د يوې غونډې په ترڅ کې له راتلونکي ولسمشره د خپلو حقونو جدي غوښتنه کوي.
دغه غونډه چې لسګونو معلولينو برخه په کې اخيستې وه، د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وږی په ۲۵مه د معلولينو د هر اړخيزو حقونو د خونديتوب په موخه جوړه شوې وه.
د افغانستان د معلولينو د ټولنې د ړندو کمېټې مسوولې مېرمن پروانې جمشېدي د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ټولنه او کورنۍ کې د ړندو او بېناوو غړو تر منځ د تبعيض پر وړاندې د مبارزې د پيل په موخه غونډه جوړه کړې ده.
نوموړې زياته کړه، د ړانده او بېنا تر منځ دومره توپير نشته، څومره چې ټولنه ړندو ته د خورا کمزوري او بېچاره انسان په سترګه ګوري.
د هغې په وينا، په نوره نړۍ کې نه، بلکې په افغانستان کې هم داسې بېلګې ډېرې دي چې ړانده هم د بينا په څېر زده کړې کولی شي، دنده کولی او د ژوند لپاره چارې ترسره کولی شي.
مېرمن جمشېدي وويل، په ټولنه کې ډېر داسې معلولين شته چې د کورنيو د مجبوريت او يا هم د ټولنې د جبر له امله له روانو هراړخيزو چارو ناخبره يوې څنډې ته پاتې دي.
نوموړي زياته کړه: ((له راتلونکي ولسمشره مو د معلولينو اړوند جدي غوښتنه همدا ده چې دوی ته دې ته خپل حقوق ورکړي.))
د هغې په وينا، معلولينو ته دې د سواد زده کړې او د کار زمينه برابره کړي، چې د ټولنې په منځ کې د خپل حيثيت خاوندان شي.
د بلخ ولايت د معلولينو د ټولنې مشر سيدمحمد يزدان پرست پژواک ته وويل، دوی هڅه کوی چې د ورته غونډو له لارې د معلولينو غږ تر دولتي مسوولينو ورسوي.
نوموړې زياته کړه چې لا هم په افغاني ټولنه کې معلول انسان ته په کمه سترګه کتل کېږي او دوی له راتلونکي ولسمشره هيله کوي، چې د همدې پديدې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.
د هغه په وينا، په بلخ ولايت کې هغه معلولين چې د افغانستان د جګړو د قربانيانو وارثين دي، د اداري فساد له امله د ورثه کتابچې نه شي جوړولی.
يزدان پرست وويل: ((په ښکاره له معلولينو په دولتي ادارو کې د ۱۵زره افغانيو رشوت غوښتنه کېږي، چې د ورثه کتابچه ورته جوړه کړای شي.))
نوموړي زياته کړه چې راتلونکی ولسمشر بايد په عمومي توګه د معلولينو لپاره پر نوې تګلاره کار وکړي څو له خپلو حقونو برخمن شي.