Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې لسګونه ميله وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې

جلال اباد ( پژواک، ٢٥ وږى ٩٣ ) : د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ډاياګ پروګرام ته لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې چې په بېلابېلو چاڼيزو او جګړه ييزو عملياتو کې يې نيولې وې وسپارلې.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د وږي په ٢٥مه، د يادو وسلو د سپارلو په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې په بېلابېلو سيمو کې چاڼيز او جګړه ييز عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، چې ددې عملياتو په ترڅ کې يې سلګونه ميله وسلې نيولې وې چې يو شمېر وسلې د ٢٠١ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا د ډاياګ پروګرام ته سپارلې دي.

نوموړى وايي ، چې نن يې د ډاياګ پروګرام ته ٧٢ ميله بېلابېلې سپکې او درنې وسلې وسپارلې او هڅه به کوي چې په راتلوونکو عملياتو کې هم غير قانوني وسلې ټولې کړي.

ده زياته کړه: (( لسګونه ميله وسلې مخکې څلورمې پلې لوا هم د ډاياګ پروګرام ته سپارلي او دا دى نن موږ هم يو شمېر وسلې وسپارلې.)) 

په ختيځ کې د ډاياګ پروګرام مسوول بريد جنرال محمد جوهر دولتزي په ننګرهار کې د امنيتي ځواکونو هڅې وستايلې،نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ارګانونو ورته له تېر يوه کال راهيسې له اتو سوو زياتې بېلابېلې درنې او سپکې وسلې تسليم کړې دي.

ده زياته کړه: ((که چېرې همدا ډول وسلې ونيول شي، نو د جرمونو په کچه کې به خورا ټيټوالى راشي.))

دى زياتوي، په يادو وسلو کې دوى هغه وسلې ګوري چې ارزښت يې له منځه نه وي تللى او ځينې خرابې يې د ترميم وړ وي، ترميموي او وروسته يې امنيتي ځواکونو ته په واک کې ورکوي.

ياده دې وي ، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې چاڼيزعمليات ترسره شول، چې لسګونه ميله وسلې په کې ونيول شوې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.