Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې يوه کس خپل تره وواژه

چاريکار (پژواک ٢٥ وږى ٩٣): د پروان ولايت د مرکز اړوند په خواجه سياران سيمه کې يوه کس خپل تره وژلى او او د تره يو زوى يې ټپي کړى دى.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله تېره شپه د مقتول په کور کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، د ستار په نوم ياد کس له لفظي شخړې وروسته پر خپل تره او د تره پر زوى ډزې کړي او بيا تښتېدلى دى.

د سيمې يو اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د يادو څرګندونو په تاييد وويل چې ستار له خپل تره سره د حقوقي مسايلو په اړه ستونزه لرله. هغه په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

د پروان د عامې روغتيا مشر ډاکټر محمدقسيم سعيدي وايي چې د خواجه سياران له سيمې يو مړى او يو ټپي د پروان ولايتي روغتون ته ور وړل شوي او د ټپي روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

مخکې هم په خواجه سياران کې تاوتريخوالي شتون درلود.

تېر کال په ياده سيمه کې د پخوانيو دښمنو له امله د غيرمسوولو وسله والو په نښته کې دوه پخواني جهادي قوماندانان ووژل شول.

دغه راز وړم کال ناپېژانده کسانو په ياده سيمه کې يو کور ته لاسي بم وغورځاوه، چې له امله يې يوه ښځه ووژل شوه او له هغه مخکې، د همدې سيمې يو اوسېدونکى د پروان په مرکز چاريکارو کې پر چاقو وژل شوى و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.