مزارشريف (پژواک ٢٦ وږى ٩٣): د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت د ډاډمن امنيت په موخه د سيمه ييزو پوليسو د هر اړخيزې ارزونې لړۍ پيل شوه.
د بلخ په چمتال، چاربولک او شولګر ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو تشکيلات شته دي چې د وږي په ۲۶مه يې په مزارشريف ښار کې د ارزونې کنفرانس ترسره شو.
د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالرحمن رحيمي د ياد کنفرانس په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له خلکو سره د سيمه ييزو پوليسو چلند، له دوی د امنيت په برخه کې کار اخيستنه او د سيمه ييزو پوليسو سوق او اداره اروزل کېږي، چې د سيمې له ملي پوليسو سره يې همغږي رامنځته شوې ده او که نه؟
نوموړي زياته کړه چې دغه ډول ارزونه د ولسواليو په کچه د سيمه ييزو پوليسو تر منځ سالمه سيالي رامنځته کوي چې د سيمه ييزو پوليسو د پرمختګ تر څنګ د سيمې پر امنيت خورا مثبت اغېز کولی شي.
د هغه په وينا، په ځينو سيمو کې سيمه ييز پوليس د تجهيزاتو له کمښت سره مخ دي چې هڅه کېږي په لنډه موده کې يې دا ستونزه حل شي.
پاسوال رحيمي د بېلګې په توګه د شولګر ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يادونه وکړه چې د وسلو له اړخه بشپړ نه دي سمبال شوي.
همداراز يې د چاربولک د سيمه ييزو پوليسو د چارو ستاينه وکړه چې لس ورځې وړاندې په چمتال ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو خلاف په چاڼيزو عملياتو کې يې له ملي پوليسو سره وږه په وږه برخه واخيسته.
خو د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد چې په ياده غونډه کې يې برخه لرله د خپلو خبرو په ترڅ کې د ځينو سيمه ييزو پوليسو چارو ته ګوته ونيوه.
نوموړي زياته کړه چې له سيمې دوی ته د ځينو سيمه ييزو پوليسو د ناسمو او غير قانوني کړنو شکايتونه رسېدلي دي چې بايد له دې وروسته ترسره نه شي.
د هغه په وينا، دوی ته خبرونه رسېدلي چې ځيني سيمه ييز پوليس د خپلې وسلې په زور د کروندې د نهرونو مخه يوې او بل لوري ته کوي، له غير قانوني واټرپمپونه څخه کار اخلي او داسې نورې بېلګې يې هم وړاندې کړې دي.
ډاکټر حديد وويل: ((موږ هر هغه سيمه ييزو پوليس په نوم پېژنو، چې له چارو او مسووليت څخه ناوړه ګټه پورته کوي، خو له نوم اخيستو څخه يې ډډه کوو، چې ګوندې سم شي.))
نوموړي همداراز په مزارشريف کې د پوليسو د تشکيل د زياتوالي غوښتنه وکړه چې بايد په راتلونکي کال کې د تشکيل د ارزونې پر مهال په نظر کې ونيول شي.
د هغه په وينا، د مزارشريف ښار پراختيا کړې او د نوي ماسټر پلان له مخې دغه ښار نږدې ۴۰ کيلومتره پراخ شوی دی چې بايد امنيتي تشکيل هم په همدې کچه پراختيا ومومي.
د بلخ امنيه قوماندان پاسوال رحيمي هم وويل چې په ځينو سيمو کې د ځينو سيمه ييزو پوليسو له چلند څخه عام خلک خوښ نه دي، شکايتونه ترې کوي چې له دغه ډول سيمه ييزو پوليسو سره دوی قانوني چلند کوي او له دندې يې ګوښه کوي.