Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې ١٨ وسله وال وژل شوي

لښکرګاه (پژواک ۲۶ وږى ۹۳): د هلمند چارواکي وايي چې په نوزاد ولسوالۍ يې د مخالفينو ډله ييز بريد پر شا تمبولى او ۱۸ وسله وال په کې وژل شوي دي.

د نوزاد ولسوال سيد مراد سادات پژواک خبري اژانس ته وويل نن سهار څلور بجې د سورکاڼو په سيمه کې وسله والو مخالفينو د پوليسو او ملي اردو پر پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړل.

د ده په وينا چې جګړې کابو درې ساعته دوام وکړ چې د څلورو طالب قوماندانانو په ګډون ۱۸ سله وال په کې وژل شوي دي.

نوموړي وويل، چې د عبدالرحمن، ملا ستار، شاه ولي او جميل په نومونو وژل شوي ياد طالب قوماندانان په ياده سيمه کې د وسله والو مشري کوله او خورا فعال وو.

ولسوال وويل په دې جګړه کې دوه امنيتي سرتېري او ۲۲ وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.

هغه وويل چې وسله والو غوښتل دا پوستې ونيسي خو پر شا وتمبول شول ولې اوس هم ورسره په لرو پرتو سيمو کې جګړه روانه ده.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي خو طالب وياند يوسف احمدي په سنګين ولسوالۍ کې د دوو امنيتي پوستو د نيولو او ګڼ شمېر افغان سرتېري د وژلو ادعا کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.