مزارشريف ( پژواک، ٢٧ وږى ٩٣ ) : د سمنګان ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د اتو ټولنيزو مرکزونو د ودانيو په جوړېدو سره شاوخوا ۱۴۵۰ کورنيو ته ګټه رسيږي .
د شمال زون د ملي پيوستون د اړيکو مسوول فريد احمد سعادت د وږي په ۲۷مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سمنګان ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې نهه بېلابېلې ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
نوموړي زياته کړه، چې په يادو پروژو کې د اتو ټولنيزو مرکزونو ودانۍ، د څښاک د اوبو پنځه زېرمې، د دوه نيم کيلومتر سړک جوړونه او پرې چغل اچونه شامل دي.
د هغه په وينا، يادې پروژې د کليو د پراختيا وزارت له خوا په ۱۴ميليونه او ۴۸۹زره افغانيو جوړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې، چې لس سلنه لګښت په کې د سيمې د اوسېدونکو له خوا ورکړل شوی دی.
سعادت وويل، چې دغه پروژې د حضرت سلطان ولسوالۍ په مومن اباد، بېګ محمد قدوق، عليخېل، کوکه بلاق بالا، کوکه بلاق پائين خواجه پارسا، لرخابي او شورقل کليو کې جوړې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې له يادو پروژو څخه د دغو کليو او شاوخوا سيمې ۱۴۵۰ کورنۍ ګټه اخلي.
د عليخېلو کلي اوسېدونکي محمد دين چې په سيمه کې يې ټولنيز مرکز ته ودانۍ جوړه شوې، پژواک ته وويل، چې د ياد کلي د جرګو مرکو لپاره يې وړ ځای نه درلود.
نوموړي زياته کړه، چې ډېری وخت به د همدې ستونزې له امله د دوی د کلي اړوند ډېری مهم تصميمونه ځنډول کېدل، چې له نېکه مرغه له دې وروسته به د کلي اړوند هر تصميم لپاره کليوال په همدې مرکز کې سره راټولېږي.
د شمال زون د ملي پيوستون د اړيکو مسوول فريد احمد سعادت وويل، چې په سمنګان ولايت کې ۴۱۸ کلي د ملي پيوستون د پروسې تر پوښښ لاندې راغلي ، چې تر دې دمه په کې ۱۳۳۴بېلا بېلې ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه ولايت په بېلا بېلو ولسواليو کې لا هم ۳۰۰ نورې ټولګټې پروژې تر کار لاندې دي.