Language

کابل (پژواک ٢٨وږى ٩٣ ) : د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسيون مشر وايي ، چې  د  ټاکنو کمېسيون د اعتراض له حقه په ګټې اخېستنې  سره  ددوى پرېکړه نه ده منلې .

دغه څرګندونې د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسيون مشر  ستار سعادت د وږي په ٢٨مه په خپله  فېسبوک پاڼه کې ليکلي .

هغه زياته کړې: ((د  ټاکنو کمېسيون د اعتراض له حقه په ګټې اخېستنې سره ، زموږ پرېکړه د ټاکنو قانون ۵۹ مې مادې د حکم په رڼا کې نه ده منلې.

د قانون د حکم له مخې، د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون کولای شي، دا اعتراض ومني او يا يې په پخو دلايلو رد کړي (په خپلې پرېکړې تاکيد وکړي …)

ده ويلي ، چې د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون به د همدې ورځې تر پايه په خپله پرېکړه د قانوني او پخو دلايلو په مټ تاکيد وکړي او د ټاکنو کمېسيون ته به يې واستوي .

نوموړي زياته کړې ، چې د تأكيد په صورت كى كمېسيون مكلف دى فيصله تطبيق كړي .

د ټاکنو خپلواک کمېسيون  غړى محمد عزيز بختياري پژواک ته وويل ، چې د شکايتونو د کمېسيون پرېکړه يې د رايو د ١١٨محلونو د ابطال په اړه د ځانګړو دلايلو د نه شتون له امله رد کړې ده .    

ده وويل : (( د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون  هغه د لايل چې له مخې  د يادو  صندوقونو رايې باطلې شوي دي موږ ته نه و راليږلي سبا هغه بېرته د شکايتونو کمېسيون ته ليږو ، چې دلايل يې مشخص کړي. ))

ده وويل، چې د ١١٨محلونو د رايو د ابطال دلايل لا نه دي مشخص نو کېداى شي چې په همدې موخه سبا د رايو پايلې اعلان نه شي .

د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون تېره ورځ د ټاکنو د رايو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه تېره ورځ وکړه او هغه يې  د ټاکنو خېلواک کمېسيون ته ولېږله .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.