Language

طالبانو د غزني د ځينو ولسواليو لارې تړلې

غزني ښار (پژواک ٣٠ وږى ٩٣): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د غزني د پنځو و ولسواليو لويې لارې تړلې دي.

خوګياڼي، جغتو، مالستان، جاغوري او ناهور هغه ولسوالۍ دي چې د چارواکو په وينا له تېرې ورځې راهيسې يې طالبانو لارې تړلې خو وايي چې د خلاصولو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.

د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله وال طالبان د د يادو ولسواليو پر لارو تلاشي کوي او شکمن کسان له موټرو ښکته کوي.

احمدي وايي: ((طالبانو تېر ديارلس کاله د نورو ولايتونو ترڅنګ د غزني پر اوسېدونکو ډېر ظلمونه وکړل؛ تر دې چې اوس يې لويې لارې هم وتړلې.))

ده زيات کړه، د دغو ولسواليو پر لارو له تېرې ورځې راهيسې دولتي کارکوونکي تګ راتګ نه شي کولاى او ملکي خلکو ته هم ستونزې جوړوي.

د والي مرستيال وايي، د دغو لارو د خلاصېدو لپاره يې هڅې پيل کړې خو په دې اړه يې ډېر څه ونه ويل.

بلخوا د غزني د ولايتي شورا وکيلې حميدې ګلستاني پژواک ته وويل، پر يادو پنځو و ولسواليو سربېره د قره باغ ولسوالۍ لويه لاره هم تړل شوې او وسله والو طالبانو پرې تلاشۍ پيل کړې ده.

ګلستاني وايي: ((ولايتي اداره بايد د دغو لارو د خلاصون لپاره عمليات وکړي، طالبان پر دې لارو عام خلک د دولتي کارکوونکي په تور له موټرو ښکته کوي او ځوروي يې.))

د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي علي حسين پژواک ته وويل، د خوګياڼو ولسوالۍ د ″قياغ″ په سيمه کې وسله والو طالبانولاره بنده کړې او خلک له موټرو ښکته کوي.

نوموړې وايي: ((طالبان تلاشي کوي؛ که دولتي کار کوونکى پيدا کړي له موټره يې کښته کوي او له ځانه سره يې بيايي او ملکي لاروي هم ځوروي.))

علي حسين وايي، د راپور له مخې د يادو وسله والو مخونه پټ وي او د لارې په اوږدو کې يې پوستو ته ورته د تلاشۍ لپاره ځايونه جوړ کړي دي.

د خوګياڼو اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل، د ولسوالۍ په بازار کې هټۍ لري خو د وسله والو طالبانو د تلاشيو له وېرې ولايت ته د توکو د پېرلو لپاره نه شي تلاى.

پژواک هڅه وکړه په دې اړه د غزني د امنيې قوماندانۍ نظر هم واخلي خو ونه توانېد.

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد تاييدوي چې وسله والو طالبانو د غزني د څو ولسواليو پر لارو پلټنې پيل کړې خو يادونه يې وکړه چې ملکي خلکو ته څه نه وايي.

مجاهد پژواک اژانس ته وويل چې پر دغو لارو يې د ځانګړو راپورونو پر بنسټ تلاشي پيل کړي خو ډېر جزئيات يې ور نه کړل.

ده وويل، د پيل شوو پلټنو په ترڅ کې يې تر اوسه دولتي کار کوونکي او ملکي وګړي نه دي نيولي خو پلټنې يې لا هم دوام لري.

د يادولو ده، تېر کال په همدې شپو ورځو کې هم وسله والو طالبانو د څو ولسواليو لارې تړلې وې چې وروسته د عملياتو په ترڅ کې بېرته پرانيستل شوې.

Related Topics