لښکرګاه (پژواک ۳۱ وږى ۹۳): د هلمند ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې نوي ملي حکومت بايد تېر اختلافات پرېږدي، د هېواد د بدلون او اصلاحاتو لپاره دې کار وکړي.
د تحول او تداوم او همپالنې د ټيمونو تر جوړجاړي وروسته د ټاکنو کمېسيون ډاکټر اشرف غني احمدزى د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه اعلان کړ.
د شوي هوکړه ليک له مخې به د منتخب ولسمشر اشرف غني سرسخته مخالف ډله اصلاحات او همپالنه د حکومت د اجرائيه پوست څوکۍ پر مخ وړي.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکي مطيع الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټاکنو کړکېچ پاى ته ورسېد او له دې وروسته بايد نوى ملي حکومت پخواني مخالفتونه پرېږدي.
ده وويل، اوس ټول هېوادوال او بنسټونه له نوي حکومته د کار او خدمت هيله لري.
د لښکرګاه د بولان سيمې اوسېدونکي شمشاد پژواک ته وويل، نوى ولسمشر ډاکتر اشرف غني او اجرائيه رييس دې د امنيت، اقتصاد، ملي يووالي او پرمختګ لپاره کار وکړي.
د ده په وينا، هېواد په هره برخه کې د ټاکنيزو لانجو له امله له ستونزو سره مخ دى نو په کار ده چې نوى حکومت دا ستونزې حل کړي.
د هلمند پوهنتون محصل سيد فضل ربي پژواک ته وويل، له نوي ولسمشره غوښتنه لري چې په پيل کې پاکه او د وړتيا له مخې کابينه جوړه کړي.
د ننګيالي په نوم د لښکرګاه ښار بل اوسېدونکي پژواک ته وويل، ولسمشر او اجرائيه رييس دې په کلک هوډ سره د ملت حالات در ک کړي او خپلمنځي اختلافات دې شا ته پرېږدي.
نوموړي زياته کړه: ((له فساد سره پر مبارزې، مجرم ته د سزا ورکولو، ماليې ټولولو، د بهرنيو اړيکو په پياورتيا، امنيت او د ښې حکومتولۍ پر جوړولو دې کار وشي.))
له نوي حکومته د هلمنديانو غوښتنې په داسې حال کې دي چې له کابو دريو مياشتو راهيسې د دغه ولايت په شمالي ولسواليو کې سختې جګړې روانې دي.
په دې جګړو کې د ښکېلو غاړو تر څنګ ډېر شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، سلګونه کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې او د ځايي خلکو کارونه په ټپه درېدلي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن