Language

د غزني د قره باغ ځيني خلک له سيمه ييزو پوليسو شکايت کوي

غزني (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۳):د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې سيمه ييزو پوليسو يې په زور په کورونو کې پوستې جوړې کړې خو سيمه ييز پوليس يې ادعا د طالبانو توطيه بولي.

يو شمېر ځايي اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ په خان کلا، دراز چمبر، اسلم چمبر، وروت کلا، غونډۍ کلا، مروت کلا او ګرګاو سيمو کې سيمه ييز پوليسو په زور پوستې جوړې کړې دي.

د قره باغ ولسوالۍ د مروت کلا  قومي مشر حاجي وکيل خوشحال پژواک خبري اژانس ته وويل  چې په سيمه کې يې سيمه ييزو پوليسو د خلکو کورونه نيولي دي.

ده وويل سيمه ييز پوليس پرته له دې چې له خلکو اجازه واخلي د کليو په منځ او يا هم د ځايي اوسېدونکو په خرابه کورونو کې پوستې جوړوي.

هغه وايي  چې د پوليسو دغه کار د دې لامل شوى څو په سيمه کې وسله والې نښتې ډېرې او ځايي خلکو ته ستونزې پيدا شي.

د ګرګاو سيمې اوسېدونکي شېراحمد حيدر پژواک اژانس ته وايي چې سيمه ييزو پوليسو پر خپل سر د خلکو د کورونو په منځ کې پوستې اچولې دي.

دى وايي: ((زموږ  په کلي کې يوه پخوانۍ تاريخي کلا وه؛ سيمه ييز پوليسو په کې پوسته واچوله، وسله والو طالبانو د دې کلا دېوال ته ماين کېښود او ډېره برخه يې ورته ويجاړه کړه.))

حيدر زياتوي سيمه ييزو پوليسو د دې پر ځاى چې له کليو وسله وال وشړي، خلک  ځوروي.

د يادې ولسوالۍ د خان کلا اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل  چې په کلي کې يې د سيمه ييزو پوليسو د شتون له امله جنګونه ډېر شوي دي.

د هغه په وينا، سيمه ييز پوليس د کلي په منځ کې پوستې جوړوي او له همدغو ځايونو پر طالبانو ډزې کوي چې کلى يې ناامنه کړى دى.

خو د قره باغ ولسوال فضل الرحمن سباوون پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه ورته د يادو سيمو خلکو په دې تړاو شکايت نه دى کړى.

ولسوال تاييدوي چې په يادو سيمو کې وخت ناوخت سيمه ييز پوليس او وسله وال طالبان جګړې کوي خو يادونه يې وکړه چې د کلي په منځ کې به د ده په ګومان  د پوليسو پوستې نه وي.

بلخوا په قره باغ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان محمداعظم د ځايي خلکو دغه څرګندونې د دوى پر وړاندې د وسله والو طالبانو توطيه بولي.

دغه قوماندان وايي، وسله والو طالبانو د سيمو خلکو او يو شمېر مشرانو ته ويلي چې د سيمه ييزو پوليسو پر ضد خبرې وکړي ځکه طالبان له دغو پوليسو ډېره وېره لري.

هغه د غزني له ولايتي ادارې غوښتنه وکړه چې يادو سيمو ته پلاوى ولېږي څو د خلکو د ادعاوو په تړاو څېړنې وکړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

قوماندان محمداعظم وايي چې په قره باغ ولسوالۍ کې ۲۰۰ سيمه ييز پوليس شته او ټول په هغو سيمو کې پوستې لري چې د سيمو له کورونو لري وي.

بلخوا د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد هم د ځايي خلکو دغه تورونه رد کړل او يادونه يې وکړه چې سيمه ييز پوليس  به يې هيڅکله خلک ونه ځوروي.

امنيه قوماندان له پژواک سره په خبرو کې د قرباغ ولسوالۍ له ځايي خلکو غوښتنه وکړه چې د شکايتونو پر ځاى دې له سيمه ييزو پوليسوسره مرسته وکړي.

په غزني ولايت کابو ١٢ سوه سيمه ييز پوليس شته چې د چارواکو په وينا په مقُر، قره باغ،اب بند، ګېرو،اندړو، ده يک، واغز، ګيلان او خواجه عمري ولسواليو کې پر دندو بوخت دي.

Related Topics