اسعداباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٣): د کونړ ولايت امنيه قوماندان وايي چې وسله والو مخالفينو هغه ډاکټر وژلى چې د پوليو يا ګوزڼ ضد کمپاين کې يې دنده ترسره کوله.
امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخېل د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون په وټه پور ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې ډاکټر فضل الرحمن د وټه پور ولسوالۍ لرې پرتې سيمې ته د ګوزڼ پر وړاندې خلکو ته د عامه پوهاوي په موخه د کمپاين لپاره تللى و.
د سيدخېل په وينا، کله چې ياد ډاکټر بېرته خپل کور ته راستنېده، نو وسله والو مخالفينو له موټره ښکته کړى او بيا يې وژلى دى.
امنيه قوماندان د ډاکټر فضل الرحمن د وژل کېدو د غندلو ترڅنګ ويلي چې پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.