Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جلال اباد  يو شمېر ښاريانو د برېښنا رياست پر ضد لاريون وکړ

جلال اباد (پژواک ٢ تله ٩٣): د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار يو شمېر ښاريانو د برېښنا رياست پر ضد لاريون وکړ.

لاريون کوونکو ويل چې جلال اباد ښار ته له نغلو د رالېږدول شوې برېښنا شاوخوا يو نيم کال کېږي، خو تر اوسه ورته نه ده رسېدلې.

د دوى په وينا، که چېرې برېښنا ورنه کړل شي نو د خپلو حقونو د غوښتنې په موخه به مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي نقيب پژواک اژانس ته وويل چې دوى لا هم په شته دولتي برېښنا کې له جنراتوري برېښنا استفاده کوي.

ده وويل چې جنراتوري برېښنا پر دوى يو کيلو واټ په ٥٠ افغانۍ پلورل کېږي، خو ډېرى وخت د جنراتور په نوم پر دوى دولتي برېښنا پلورل کېږي.

ده زياته کړه: ((همدا دولتي برېښنا ده چې پر موږ د جنراتور په نوم خرڅېږي، موږ خپل حق غواړو او نور غلي نه شو کېناستى.))

يو لاريون کوونکى ولي جان هم ورته خبره کوي او وايي چې د برېښنا له رياست سره په نږدې فاصله کې پراته دي، خو تر اوسه پورې دوى له برېښنا څخه نه دي برخمن شوي.

ده زياته کړه: ((يو نيم کال کېږي چې د نغلو برېښنا راغلې، اخر تر کومه به موږ داسې يو د ښار په منځ کې اوسو، چار چاپېره برېښنا شته خو موږ ته نه.))

نوموړي د برېښنا له رياسته غوښتنه وکړه چې د دوى د برېښنا ستونزه دې حل کړي.

د ننګرهار د برېښنا رييس محب الرحمن مومند د ياد لاريون کوونکو ستونزې پر ځاى ګڼي او هغه ادعا ردوي چې ګواکې دولتي برېښنا د جنراتوري په نوم پلورل کېږي.

ده زياته کړه چې تر دې مهاله د جلال اباد ښار ډېرى سيمو ته د نغلو برېښنا لېږدول شوې او دا چارې په ډېرې چټکۍ سره روانې دي.

مومند وايي، په هغو سيمو کې چې د درونټې برېښنا موجوده ده، اکثره وخت يې برېښنا نوبتي وي ځکه ډېرى وخت د اوبو کمښت او يا هم د ماشينونو زوړوالى د برېښنا د کمښت لامل ګرځي.

نوموړي وويل چې دى به ډېر ژر د يادو لاريون کوونکو ستونزې حل کړي او هڅه به وکړي چې د نغلو برېښنا ډېر ژر د دوى تر کورونو ورسوي.

ياده دې وي چې په دې وروستيو کې په جلال اباد کې د برېښنا پر يوې نوې شبکې هم کار روان دى، چې د يادې شبکې په فعالېدو سره به له نغلو شل ميګاواټه نوره برېښنا ننګرهار ته راانتقال شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.