Language

د غزني په اجرستان کې درې ملګي وګړي او درې وسله وال وژل شوي

غزني (پژواک ٢ تله ٩٣): چارواکي وايي په غزني ولايت کې درې ملکي وګړي او درې وسله وال طالبان وژل شوي، يو ملکي وګړى او څلور وسله وال ټپيان دي.

د غزني د والي وياندشفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل تېره ورځ وسله والو طالبانو د اجرستان ولسوالۍ پر مقام  وسله وال بريد وکړ چې تر شپې يې دوام درلود.

ننګ وايي، په دې جګړه کې درې ځايي ملکي خلک او درې بريد کوونکي وژل شوي او يو ملکي وګړى او څلور وسله وال  طالبان ټپيان شوي دي.

د والي وياند وايي چې ملکي کسانو ته د وسله والو طالبانو له لوري مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده زياته کړه: ((طالبان د ځايي سيمه ييزو پوليسو د خپلو خپلوانو کورونو ته ننوتلي او يادو ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.))

د اجرستان ولسوالۍ د ملاخېلو سيمې اوسېدونکي حضرت شاه پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر مرکز او څوامنيتي پوستو بريد کړي وو.

د ده په خبره، جګړه د شپې تر ناوخته روانه وه چې په کې د ملکي وګړو په ګډون  ښکېلو غاړو ته  مرګ ژوبله اوښتې خو د شمېر په اړه يې معلومات نشته.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي  چې د دې جګړې په ترڅ کې درې سيمه ييز پوليس او دوه وسله وال وژل شوي دي.

مجاهد د وسله والو طالبانو له لوري د ملکي وګړو د وژنې راپور رد کړ خو زياته يې کړه چې درې تنه وژل شوي کسان ځايي سيمه ييز پوليس دي.

Related Topics