جلال اباد (پژواک ٢ تله ٩٣): د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د دوربابا او شېرزادو ولسواليو په عملياتو کې ٣٤ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د تلې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له وړمې ورځې راهيسې د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې چاڼيز او جګړه ييز عمليات پيل شوي دي.
هغه زياته کړه چې په عملياتو کې تر اوسه ٢٥ وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې تر څلور پوليس هم وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
مشرقيوال وايي چې عمليات لا هم دوام لري او زياتوي چې په وژل شوو کې ډېر يې پاکستاني وسله وال دي.
همداراز د يوه بل خبر له مخې، په شېرزادو ولسوالۍ کې هم د عملياتو پر مهال وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وويل چې پرون له غرمې وروسته د شېرزادو ولسوالۍ د مرخېلو په شنډي توت سيمه کې بې پيلوټه امريکايي الوتکې پر وسله والو بريد کړى او په پايله کې يې نهه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دى زياتوي چې په بريد کې د تورغره جبهې نظامي قوماندان او د شېرزادو ولسوالۍ تش په نوم پخوانى طالب ولسوال هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو د دوربابا او شېرزادو د جګړو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دغه ولايت په پچيراګام، چپرهار، حصارک او سپين غر ولسواليو کې يې د ګڼ شمېر دولتي سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP