Language

د کاپيسا د ملکي روغتون مراجعين د ډاکترانو له ناسمه چلنده شکايت کوي

محمودراقي: (پژواک ٢٩ وږى ٩٣): د کاپيسا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په مرکزي روغتون کې کارکوونکي له ناروغانو سره ناسم چلند کوي.

دوى د روغتون له مسوولينو غواړي چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.

د دغه ولايت د خالد په نوم د کاپيسا د نواباد سيمې يو اوسېدونکی وايي: ((کله چې روغتون ته يوه مېرمن د درملنې لپاره وړو، نو د روغتون ښځينه کارکوونکې ورسره بد سلوک کوي، زيات وخت قابله ګانې د دوی درملنه نه کوي، ناروغ ته کنځل کوي، بد او رد وايي.))

د هغه په وينا، داسې هم کېږي چې يوه مېرمن اولاد راوړي بيا وروسته قابله راځي، خلک سخت له ستونزو سره مخ دي، ډاکتر بايد ښه چلند ولري، هره مېرمن له ښځينه څانګې څخه سخت سر ټکوي.))

د زهرا په نوم د دويم کوهستان ولسوالۍ يوه اوسېدونکی وايي: ((د روغتون ښځينه ډاکټرانې او قابله ګانې د ناروغانو ستونزې نه اوري، بده رويه کوي. ناروغانو ته وايي چې تاسو له غرونو راغلي خلک ياست، په هېڅ نه پوهېږئ.))

هغې پژواک ته وويل چې ډېرى مهال په انتظار خونه کې ښځې زېږون کوي او ډاکټران ورته هېڅ ډول پاملرنه نه کوي.

د نوموړې په وينا، د دې تر څنګ کله چې کوم ناروغ په سخت حالت کې قرار ولري بيا هم د هغه پايواز نه شي کولای چې له وېرې ښځينه ډاکترانو ته خپله ستونزه ووايي؛ ځکه هغوی بدو رد وايي، کنځلې کوي.

بلخوا د کاپيسا د عامې روغتيا رييس ډاکتر مرزا محمد رجا بيا د خلکو ادعاوې ردوي او زياتوي چې په خپله له مرکزي روغتونه ليدنې کوي او هر څه له نږدې څاري.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((زه خپله روغتون ته ځم، له مريضانو پوښتنه کوم، هلته يو هم ما ته هېچا تر اوسه په دې اړه شکايت نه دى کړى.))

دى وايي چې په روغتون کې يې د ټېلېفون شمېرې لګولې او که هر څوک څه شکايت او يا ستونزه لري، نو په يادو شمېرو دې ده ته معلومات ورکړي.

د يادونې ده، په ټول ولايت کې همدا يو مرکزي روغتون دى چې د کاپيسا د مرکز سربېره د شپږو ولسواليو ناروغان ورته راځي.

Related Topics