مزارشريف (پژواک ٢ تله ٩٣): د شمال زون د ملي پيوستون مسوولين وايي چې د سرپل په سنچارک ولسوالۍ کې څلورو ښوونځيو او دريو ټولنيزو مرکزونو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.
په مزارشريف کې د شمال زون د ملي پيوستون د اړيکو مسوول فريداحمد سعادت د تلې په ۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سرپل ولايت کې اته ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.
نوموړي زياته کړه چې په دغو پروژو کې څلورو ښوونځيو او دريو تولنيزو مرکزونو ته ودانۍ او ۲۶۰ متره يو کرنيز کانال په اساسي ډول جوړ شول.
د هغه په وينا، يادې پروژې د سرپل ولايت د سنچارک ولسوالۍ په چقر ګذر فرشقان، چنار فرشقان، چهار راه سفلی، شهر کهنه پايين، شهر کهنه بالا، تبر تاجک، تبر ميانه و سر سرک عربيه کليو کې ګټې اخيستنې ته چمتو شوې، چې په ټوليزه توګه ترې ۲۲۲۵ کورنۍ ګټه اخيستاى شي.
سعادت وويل چې يادې پروژې د کليو پراختيا وزارت له خوا د ۱۷ميليونه او ۹۵۳زره افغانيو په لګښت جوړې شوې دي.
د چهار راه سفلی سيمې اوسېدونکي محمدرفيق پژواک ته وويل چې د دوی په سيمه کې ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه چې شپږ خونې لري.
نوموړي زياته کړه چې له دې مخکې ياد ښوونځي ودانۍ نه لرله او د ښوونځي ښوونيزې چارې په کرايي خونو کې روانې وي.
د هغه په وينا، د ياد ښوونځي په جوړېدو به په ياد کلي کې د پوهنې بهير چټک شي.
د شمال زون د ملي پيوستون د اړيکو مسوول سعادت وويل چې په سرپل ولايت کې ۶۱۲ کلي د ملي پيوستون د پروژو تر پوښښ لاندې دي چې تر دې دمه يې بېلابېلې ۱۷۴۸ ټولګټې پروژې بشپړې شوې او پاتې يې تر کار لاندې دي.
نوموړي زياته کړه چې د يادو پروژو لس سلنه لګښت د سيمې د خلکو پر غاړه دى.