Language

مزارشريف ښار کې چاودنې څلور ملکي وګړي ټپيان کړل

مزارشريف (پژواک ٢ تله ٩٣): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې چاودنې څلور ملکي وګړي ټپيان کړي دي.

چاودنه نن (د تلې ٢مه) له غرمې مخکې څه کم يوولس بجې د مزار شريف ښار اړوند د روضې شمال ختيځ لور ته  د ابن سينا بلخي څلورلارې ته څېرمه شوې ده.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

دى وايي چې په ټپيانو کې يوه ښځه، يو ماشوم او يو سړى شامل دي او درې واړه روغتون ته لېږدول شوي دي.

خو د روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې څلور ټپيان ور وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

چاودنه منډه يي ته نږدې د سړک پر غاړه په داسې ساحه کې چې ماشومان او ښځې لاسي توکي پلوري، رامنځته شوې ده.

په ياده سيمه کې د صمدالدين په نوم  يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل چې يوه هلک پلاستيکي کوزې پلورلې او پېښه هم په يوه کوزه کې د چاودېدونکي توکو له امله رامنځته شوې ده.

ده زياته کړه: ((ما په خپله وليدل چې له چاودنې سره سم دغه خلک له يو شمېر نورو کسانو سره ټپي شو.))

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا نه دى اخيستى.

Related Topics