لښکرګاه (پژواک ۲ تله ۹۳): له کابل، غزني او بادغيس وروسته د هلمند په مرکزي زندان کې هم شاوخوا زرو بنديانو د نه خوړو اعتصاب پيل کړى دى.
د دغه ولايت چارواکي وايي چې دغو بنديانو له تېرې ورځې راهيسې د خپلو دوسيو د څېړنې او حقونو د غوښتلو په نوم اعتصاب پيل کړى دى.
د ذبيح الله په نوم يوه بندي پژواک ته په ټېلېفون اړيکه کې وويل چې دغه اعتصاب يې له نوي ولسمشره په دې غوښتنه پيل کړى چې دوسيو ته يې پاملرنه وکړي.
ذبيح الله وايي چې د ١٢ سوو په شمېر بنديانو له تېرې ورځې د نه خوړو اعتصاب پيل کړى او تر هغو به دوام ولري چې نوى ولسمشر يې غوښتنې ومني.
ده وويل: ((نوى ولسمشر دې زموږ دوسيې له سره وڅېړي او د بند په مودو کې دې تخفيف راولي.))
دا غوښتنه په داسې حال کې ده چې د افغانستان نوي منتخب ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي تر اوسه د هېواد د ولسمشر په توګه لوړه نه ده کړې.
دګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالرحيم چې پر سياسي جرم محکوم دى پژواک ته وويل چې دى هم د اعتصاب کوونکو په ډله کې دى.
هغه وايي، نوي ولسمشر د ټاکنيز کمپاين پر مهال ژمنه کړې وه چې د بنديانو غوښتنو ته به رسېدنه کوي او د بند مودې به يې کموي.
بلخوا د هلمند د والي مرستيال احمدمسعود بختور پژواک اژانس ته تاييد کړه چې له تېرې ورځې راهيسې د مرکزي زندان يو شمېر بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړى دى.
بختور وايي، دوى له يادو بنديانو سره ليدلي؛ غوښتنې به يې تر لوړپوړ چارواکو ورسوي او د نشه يې توکو په تور نيولي کسان به کابل ته ولېږي.
د ده په وينا چې د اعتصاب کوونکو بنديانو غوښتنې تر ډېره د بند د مودې د راکمولو په تړاو دي چې د ولسمشر د فرمان پر اساس وي.
بلخوا د ياد زندان مدير ډګروال اول ګل ساپي پژواک ته وويل چې زندان له شپږو بلاکونو د څلورو بلاکونو شاوخوا زرو بنديانو د نه خوړو اعتصاب پيل کړى دى.
د ده په وينا، دغه کسان له دوى سره ستونزه نه لري، سوله ييز اعتصاب کوي او له تېرې ورځې را په دېخوا نه ډوډۍ غواړي او نه هم له خپلوانو سره ليدل.
د هلمند د استيناف څارنوال څارنپوه عبدالصمد صديقي وويل هيله من دى چې د نوي ولسمشر د دندې له پيل سره به دغه ستونزې حل شي.
ده وويل چې د اعتصاب کوونکو غوښتنې د دوى له صلاحيته لوړې دي.
د هلمند د مرکزي زندان مسوولين د ټولو بنديانو د شمېر په اړه څه نه وايي خو يوې سرچينې پژواک ته ويلي چې په دغه زندان کې تر ۱۵ سوه بنديان شته.
په روانه اوونۍ کې د کابل، بادغيس او غزني په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې بنديانو خپلو دوسيو ته د نه رسېده ګۍ په غبرګون د نه خوړو اعتصاب پيل کړى دى.
ځينو ولايتي ادارو ويلي چې د دغو بنديانو غوښتنې به له جګپورو چارواکو سره شريکې کړي؛ خو د غزني د استيناف څارنوال بيا دغه کار د وسله والو طالبانو توطيه بللې ده.
عبدالرشيد عابد رسنيو ته ويلي، په دغه ولايت کې بنديانو له دې امله اعتصاب کړى چې له محبسه د باندې ورته د وسله والو طالبانو له خوا لارښونه شوې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي، خو د تلې په دويمه يې د يوې اعلاميې په ترڅ کې يادونه کړې چې د غزني د زندان يو طالب بندي نن په روغتون کې د درمنلې پر مهال ساه ورکړې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن