کندهار ( پژواک، ٢ تله ٩٣ ): د کندهار چارواکي، ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستانيو پوځيانو له خوا د خندق کېندل، د هېواد پرحريم تېرى بللى او وايي، دغه چاره د کرښې په دواړو غاړو کې امنيت نه شي خوندي کولاى.
دغه څرګندونې د کندهار ولايت مرستيال عبدالقيوم پتيال د تلې په ٢مه، د ولايت مقام په اونيزه امنيتي غونډه کې وکړې، چې په کې د ملي امنيت رييس جنرال عيسى محمد، د ٢٠٥ اتل قول اردو د اوپراسيون مدير ډګروال عبدالهادي، د ٢٠٣ سرحدي زون قوماندان بريدجنرال عبدالحي اطرافي او د ايساف او افغان ځواکونو يو شمېر نورو استازو ګډون کړى وو.
د ولايت مقام مرستيال د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان د سرحدي ځواک له خوا د خندق کېندل، په سختو ټکو وغندل او دا يې پر هېواد تېرى وباله.
د راپورونو له مخې، پاکستانيو پوځيانو د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د٤٨٠ کيلومتره اوږد خندق د کېندنې کار پيل کړى دى. پاکستاني چارواکي وايي، دغه خندق د “ترهګرو او قاچاق وړونکو” د تګ راتګ د مخنيوي لپاره کني.
خو پتيال وايي، امنيت يواځې يوه پلمه ده، له دې اقدام سره په هېڅ توګه د کرښې دواړو غاړو ته امنيت نه شي راتلاى.
هغه څرګنده کړه، دا د دواړو هېوادونو تر منځ شريکه موضوع ده او پاکستان حق نه لري، چې په خپلسر دا ډول خندق وکېني.
نوموړي دا هم وويل، چې پاکستان تر دې مهاله دغه موضوع له افغان لوري سره نه ده شريکه کړې.
څو ورځې وړاندې ولسمشر حامد کرزي هم د يادې موضوع د څېړلو لپاره يو پلاوى پر دنده ګومارلى و، خو تر اوسه يې پايلې نه دي جوتې شوې.
په نننۍ اونيزه امنيتي غونډه کې د کندهار پر امنيتي وضعيت هم بحث وشو.
د ٢٠٥ اتل قول اردو د اوپراسيون مدير ډګروال عبدالهادي وويل، روانه اوونۍ يې په خاکرېز، شاوليکوټ، غورک، ميوند، پنجوايي او ميانشين ولسواليو کي ګډ عمليات کړي دي.
هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې ١٤ وسله وال مخالفين وژل شوي، يو تن ټپي شوى او ٢١ مشکوک کسان نيول شوي او دغه راز ٤٩ ماينونه، ١٠٠ فيره مهمات، ١٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او ٣ عرادې له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکلونه هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ استازي هم وويل، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې يې جلا- جلا عمليات کړي، چې په پايله کې يې ٣ وسله وال مخالفين وژلي، يو وسله وال يې ټپي کړى او ١٧ نور يې ژوندي نيولي دي.
د هغه په خبره، د عملياتو پر مهال ١٢٣ ميله بېلابېلې وسلې، ٣ له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکلونه، ٧ مخابرې، ٤٣ ماينونه، ٢٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او ٣٠٨ کيلوګرامه نشه يي توکي له اتو تنه سره يو ځاى نيول شوي دي.
د ٢٠٣ سرحدي زون قومندان عبدالحي اطرافي وويل، چې د کندهار ولايت په سرحدي سيمو کې يې ١٣٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي، ٥٢ ماينونه او له چاودېدونکو توکو ډک يو عراده سرف او يو عراده لارۍ موټرونه نيولي دي.
د ولايت مقام مرستيال د امنيت د خوندي کولو په برخه کې د امنيتي ځواکونو هڅې وستايلې او له هغوى يې وغوښتل، چې د راتلونکي لوى اختر لمانځلو لپاره کلک امنيتي تدابير ونيسي.
د امنيتي ځواکونو مسوولينو څرګنده کړې، د اختر لپاره يې ځانګړى امنيتي پلان جوړ کړى او ډاډ يې وښود، چې خلک به په خوشحالۍ د لوى اختر خوښۍ ولمانځي.