جلال اباد-خوست (پژواک ٣ تله ٩٣): په يو شمېر ولايتونو کې د بنديانو د اعتصاب په لړ کې د خوست او ننګرهار ولايتونو د مرکزي زندانونو بنديانو هم پر اعتصاب لاس پورې کړى دى.
د خوست امنيتي چارواکي وايي چې له تېرې ورځې راهيسې د دغه ولايت د مرکزي زندان ټولو زندانيانو له دې امله د نه خوړو اعتصاب پيل کړی او له نوي حکومته د عمومي عفوې غوښتنه کوي.
د زندان امنيتي مرستيال سمونمل فيض محمد د تلې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لوږې د دغه اعتصاب په ترڅ کې شاوخوا څلوېښتو بنديانو خپلې خولې هم ګنډلې دي.
هغه زياته کړه، زندانيان غواړي چې نوی حکومت دې د افغانستان په ټولو زندانونو کې بنديانو ته عمومي بښنه اعلان کړي او يا دې د دوی دوسيې پرته له کوم ځنډه ژر وڅېړل شي.
د لوګر ولايت يوه اوسېدونکي نثاراحمد چې د سياسي جرم په تور بندي شوی پژواک ته وويل، پرته له دې چې محکمه يې په اړه پرېکړه وکړي، دا دوه کاله په زندان کې پروت دی.
نوموړي وويل، د ده په څېر ډېر نور بنديان هم شته چې نه يې دوسيې څېړل کېږي او نه هم د ولسمشر حامد کرزي له لوري د ځانګړو ورځو په مناسبت د فرمانونو له امله خوشي شوي دي.
هغه زياته کړه: ((په عدلي او قضايي ارګانونو کې پراخ اداري فساد د دې لامل شوی چې زياتره بنديان بې سرنوشته په زندان کې پراته دي، هيڅ غم يې نه خوړل کېږي.))
د ياد زندان يو بل بندي شمس الله چې د خوست د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، پژواک اژانس ته وويل چې درې کاله مخکې د سياسي جرم په تور نيول شوی، خو تر اوسه يې محکمه په سترګو نه ده لېدلې.
نوموړي دغه راز وويل چې په تېرو دريو کلونو کې ولسمشر حامد کرزي د ځانګړو ورځو په مناسبت د بښنې ګڼ شمېر فرمانونه صادر کړي خو له مخې يې يو بندي هم نه دی ازاد شوی.
شمس الله زياته کړه: ((له نوي منتخب ولسمشره دا غوښتنه لرو چې زموږ د دوسيو د ژر څېړلو او دغه راز د عمومي بښنې په برخو کې دې جدي اقدامات وکړي.))
دغو بنديانو ګواښ وکړ، تر هغه به د لوږې اعتصاب ته دوام ورکړي چې نوی منتخب ولسمشر يې غږ وانه وري او دغه راز د دوی د خلاصون په اړه پرېکړه ونه کړي.
د خوست د استيناف محکمې رييس مولوي عبدالطواف له پژواک اژانس سره په خبرو کې په عدلي او قضايي ارګانونو کې د اداري فساد ادعا په بشپړ ډول رد کړه.
هغه زياته کړه: ((زه او زما ټول قاضيان حاضر يو، چې د رسنيو په مخکې خلکو ته په دې برخه کې پوره حساب ورکړو.))
د معلوماتو له مخې، د خوست په مرکزي زندان کې په ټوليز ډول د ۹ ښځينه بنديانو په ګډون ۵۴۸ کسان زنداني دي چې زياتره يې د سياسي جرمونو په تړاو نيول شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، له پرون راهيسې د ننګرهار په مرکزي زندان کې لسګونو زندانيانو له دې امله د نه خوړو اعتصاب کړى چې په کوچني اختر کې د بښنې فرمان د ولسمشر له لوري صادر شوى خو تر اوسه د هېڅ چا دوسيې نه دې څېړل شوې.
پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې زندان ته ننوځي او له نږدې د زندانيانو ستونزې وګوري، خو د زندان چارواکو يې مخنيوى وکړ، خو يوه زنداني د ټېلېفون په ليکه پژواک اژانس ته وويل چې له پرون ورځې راهيسې يې د نه خوړو اعتصاب کړى دى.
ده زياته کړه، تر څو د دوى غوښتنې ونه منلى شي تر هغه به يې اعتصاب دوام ولري.
زنداني زياته کړه: ((له کوچني اختره دا دى څومره وخت ووت، مګر تر اوسه پورې د بښنې لپاره کوم کمېسيون نه دى ناست شوى.))
د نوموړي په خبره چې څو ځلې يې د زندان له چارواکو سره هم خبرې کړې چې د دوى ستونزې تر چارواکو ورسوي، خو تر اوسه يې کومه مثبته پايله نه ده لرلې.
يوه بل زنداني چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله پژواک ته وويل چې ډېرى وخت که د ولسمشر له لوري ځانګړى فرمان د بښنې په اړه صادر شي لومړى خو ډېر وخت نيسي او کله چې بيا کمېسيون جوړ شي نو هغه اشخاص پرېږدي کوم چې پيسې او واسطې لري.
نوموړي زياته کړه: ((د مور او ميرې سلوک کېږي، بس د هغه چا په بند کې کمى راځي کوم چې پيسې ورکړي، نور خواران کلونه کلونه پراته وي خو په بند کې يې کمى نه راځي.))
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د زندان د مسوولينو نظر واخلي، خو بريالى نه شو.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک ته د يادو زندانيانو اعتصاب تاييد کړ او زياته يې کړه چې د اعتصاب کوونکو شمېر شا او خوا دوه سوه تنو ته رسي.
نوموړى وايي چې د يادې موضوع د ښې څېړنې او ارزونې په خاطر هڅې روانې دي او ولايتي اداره ژمنه ده چې د زندانيانو ستونزې ور حل کړي.
د يادونې ده چې په فارياب، جوزجان، غزني او هلمند ولايتونو کې هم سلګونو بنديانو اعتصاب کړى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP