چاريکار (پژواک ٣ تله ٩٣): د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر موټر چاودنه شوې او دوه سرتېري يې په کې ټپيان شوي دي.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي د دې پېښې د پخلي ترڅنګ نن (د تلې ٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، د ماين چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې بهرني ځواکونه په صيغاني سيمه کې پر ګزمه بوخت وو.
قدوسي زياته کړه چې ماين تر پلګوټي لاندې اېښودل شوى و او د بهرنيو ځواکونو د موټر پر ګزمه چاودېدلى دى چې دوه بهرني سرتېري يې ټپيان کړل او موټر يې هم يو څه ويجاړ شوى دى.
بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه تبصره نه ده کړې.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې نړيوالو ځواکونو ته مرګ ژوبله او زيانونه اوښتي دي.
مجاهد ادعا وکړه چې په دې پېښه کې پنځه بهرني ځواکونه وژل شوي دي.
تر دې وړاندې هم په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان د ماين چاودنې شوې چې مرګ ژوبله او زيانونه يې هم درلودل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP