لښکرګاه (پژواک ۳ تله ۹۳): په هلمند ولايت کې د مېرمنو د لاسي صنايعو د پلور لپاره د سوداګريز مارکېټ په پرانيستلو سره به د کاريګرو مېرمنو لاسي توکو ته ښه بازار پيدا شي.
دا څرګندونې د هلمند د والي مرستيال احمدمسعود بختور په مرکز لښکرګاه کې په لومړي ځل د ښځو د لاسي صنايعو د پلور لپاره د يوه مارکېټ د پرانيستې په مراسمو کې وکړې.
ده وويل، ياد مارکېټ د ٤٦٦زره ډالرو په لګښت د دريو کلونو په موده کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا جوړ شوى دى.
د هغه په وينا، په اووه جريبه ځمکه جوړ دغه مارکېټ ۱۶هټۍ، څو پارکونه او نورې ډېرې اسانتياوې لري.
بختور زياته کړه، د دغه مارکېټ په جوړېدو به د کاريګرو ښځو لاسي صنايعو ته ښه بازار پيدا شي.
د دغه ولايت د ښځو چارې رييسه جميله نيازۍ وايي، دغه مارکېټ د دوى رياست ته وسپارل شو او په سمه بڼه به يې ساتنه وکړي.
د نوموړې په خبره، په هلمند کې ډېرې ښځې شته چې لاسي توکي جوړوي، خو د پلور لپاره يې مناسب ځاى نه درلود.
د شريفې په نوم يوې مېرمنې پژواک ته وويل، د دغه سوداګريز مارکېټ په جوړېدو به وکولى شي، خپل لاسي توکي په همدې ځاى کې په مناسبه بيه او ارامه فضا کې وپلوري.
د لښکرګاه ښاروالۍ د ټولنيزې شورا غړې فوزيه دُرانۍ وايي، ښځو ته د دې اسانتياوو په برابرېدو به د هغوى ډېرې ستونزې هوارې شي.
دُرانۍ له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال خوښي وښوده چې په لښکرګاه کې د مېرمنو لپاره د سوداګرۍ مارکېټ جوړېږي.
په هلمند ولايت کې د ښځو لپاره دا لومړى مارکېټ دى، چې جوړېږي، خو تر دې مخکې د هغوى لپاره د ښار په يوه اړونده ساحه کې پارک جوړ شوى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن